Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

ذِمّه دار ټاكلي شوي دي او اَ لْـحَمْدُلِلّٰہ  عَزَّوَجَلَّ هغوئي بيشميره جُماتونه آباد كړي دي او په هغے كښے مَدَني كارونه كوي. اَللّٰهُمَّ زِدْ فَزِدْ ثُمَّ زِدْ يعني اے الـلّٰـه! [دوئي] زيات كړے، نور ئے زيات كړے او بيا ئے [نور] زيات كړے. (فیضانِ سُنّت ، صفحہ۵۸۹ ، ملتقطاً)

كه پخپله عالِم نه شئ جوړيدے نو بل كس عالم جوړ كړئ

      ياد ساتئ چه! په دے كښے هيڅ شك نشته چه د عالِم جوړيدلو ډير فضائل دي او په دے كښے هُم هيڅ شك نشته چه د حافِظ جوړيدلو هُم ډير فضائل دي، يقيناً په مونږ كښے به ډير داسے كسان وي چه د هغوئي په زړه كښے به د عالم جوړيدلو يا حافِظ جوړيدلو خواهش وي. خو كه په څه وجه مونږ پخپله عالِم يا حافظ جوړ نه شو  نو بيا مونږه دا سعادت حاصلولے شو چه د خپل مال په ذريعه څوك عالِم يا حافِظ جوړ كړو. هِمَّت اوكړئ او د دعوتِ اسلامي د جامِعَاتُ الْمدِينه او مَدارِسُ الْمَدينه  د ټولو اخراجاتو د پاره پوره پوره تعاون اوكړئ.

خود كَفالَت

      ”مَثَلًا كه الله پاك وَس دركړے وي نو جُمات جوړ كړئ، جامِعَةُ الْمدِينه يا مَدرَسةُ الْمَدينه جوړه كړئ او دعوتِ اسلامي ته ئے حواله كړئ.“ كه دا نه شي كيدے نو د يوے جامِعَةُ الْمدِينه يا مَدرَسةُ الْمَدينه ماهانه خرچه په خپله ذمَّه واخلئ يا د يوے مدرسے د بِجلئ، ګيس وغيره بِل په خپله ذمَّه واخلئ يا د يوے جامِعَةُ الْمدِينه يا مَدرَسةُ الْمَدينه د مَدَني عَملے (يعني استاذانو او قاري صاحبانو وغيره) تنخواه په خپله ذمَّه واخلئ، يا د هغے سبزيانے، غنم، وړه وغيره، يا نور راشن (مَثَلًا غوړي، وريژے، وچ چائے، شوده وغيره) په خپله ذمَّه واخلئ، په خپل فصل كښے يوه حِصَّه مقرره كړئ چه دا به د الله پاك د رضا حاصلولو د پاره جامِعَةُ الْمدِينه يا مَدرَسةُ الْمَدينه ته وركووم، او دا نِيَّت اوكړئ چه كه په دے كښے ما پخپله څه تعاون كولے شو نو كووم به ئے يا كه زه ئے نه شم كولے نو نورو ته به د دے تعان كولو ترغيب وركووم.

د مور و پلار د پاره صَدَقۀ جارِيه

      الغَرَض! په څه نه څه طريقه په دے كارِ خير كښے تعاون كول پكار دي. په دے تعاون كولو كښے د خپل مرحوم مور او پلار د ايصالِ ثواب (يعني هغوئي ته د ثواب بخښلو) نِيَّت هُم كولے شئ، او دا صَدَقۀ جارِيه هُم ده. كه مونږه د دُنيا نه لاړ شو نو هُم چه تر څو پورے بيا د دِين دا نظام چليږي او په هغے كښے زمونږه حِصَّه شامله وي نو مسلسل به زمونږه په ثواب او نيكو كښے اضافه كيږي.

الله پاك دِ مونږ ته د عمل كولو توفيق راكړي.      اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د مجلِس مكتوبات و اورادِ عطاريه د ويب تعارُف

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه د دعوتِ اسلامي د مجلِس مكتوبات و اَورادِ عَطّارِيه تحت د اِي مَيل او فون وغيره په ذريعه هره ورځ په سوونو استخارے كيږي. د غمژن اُمَّت د غمرازئ په جذبه د دعوتِ اسلامي د مجلِس آئ ټى په كوششونو يو موبائل ايپلي كيشن په نوم د ”آن لائن روحاني علاج اينډ استخاره Online Rohani ilaj & istikhara هُم لاؤنچ شوے دے، په دے كښے ډير سهولتونه دي. * د دے اَيپ په ذريعه د ټولے دُنيا نه اسلامي ورونړه او اسلامي خويندے په خپل كور كښے ناست د خپلو بيمارو، پريشانو، كورنو جګړو، بے ځايه مقدمو سره سره د هر جائز كار د پاره استخاره او كاټ كولے شي. * د دے اَيپ په ذريعه تاسو اَورادِ عطاريه هم راغوښتے شئ * په دے ايپ كښے د اميرِ اَهلِسُنَّت حضرت علّامه، مَولانا، محمّد اِلياس عطّار قادِري دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د مُرِيد جوړيدلو سهولت هُم موجود دے * د دے اَيپ په ذريعه تاسو د استخارے، كاټ او اَورادو مُتَعَلِّق د مَدَني چينل پروګرامونه، آډِيوز او وِيډيوز هُم كتلے او اوريدلے شئ. * د دے اَيپ په ذريعه تاسو د روحاني علاج مُتَعَلِّق د اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه ليكلي شوي كتابونه او رسالے او مختلفو ژبو كښے وَظائف هُم حاصلولے شئ. زر تر زره په خپل موبائل كښے دا اَيپ انسټال كړئ او نورو ته هُم د دے ترغيب