Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

رقم راكولو خو زما نه ئے كله دا تپوس نه دے كړے چه چرته ئے خرچ كوے؟ او بله دا چه هغوئي به پخپله محسوسوله چه رقم ختميدو والا دے نو ما له به ئے نور رقم راكړلو. نو دغسے ما سبق هُم وئيلو او زما د كور ګُزاره هُم روانه وه. بيا يو وخت راغے چه زما مالي حالت ښه شو.

      زه مسلسل د حضرت اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه درس ته حاضريدلم او عِلمي استِفاده مے كوله، او بيا يو وخت راغے چه يو طرف ته اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دُنيوي طور هُم په مال زما حالت ښه كړو او بل طرف ته ئے په عِلم و فضل كښے مُـمتاز كړم او ما ته د عِلم دروازے كهولاو شوے.

(مناقب امام اعظم  ، جز ثانی  ، ص۲۱۱)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! كيدے شي چه د چا دا خيال وي چه حضرت اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د قاضي اِمام اَبُو يُوسُف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو څو مياشتے كفالت [يعني مالي اِمداد] كړے وي، داسے دوه درے كاله هُم نه بلكه اِمام اَبُو يُوسُف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چه حضرت اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لسو كالو پورے زما او زما د كور د كسانو خرچ برداشت كړو. (مناقب امام اعظم  ، جز اول   ، ص۲۵۹ ملخصا)

      په يو بل روايت كښے راځي چه حضرت اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به چه كله هُم د خپل ځان د پاره يا د خپل كور د كسانو د پاره كپړے يا څه د خوراك څيز اخستلو نو په هُم هغه همره مقدار به ئے هغه څيز  د عُلَماء و مَشائخو د پاره هُم اخستلو. (مناقب امام اعظم  ، جز اول   ، ص۲۶۱ ملخصا)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د حضرت اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دے واقِعه كښے زمونږ د پاره ډير زيات درس دے. حضرت اِمام قاضي اَبُو يُوسُف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئ عالِم، مُجتَهِد، مُفتي او قاضيِ اسلام جوړ شو، بلكه د هغوئي په فيضِ نظر او مؤَثَّر تعليم ډير غټ غټ عُلَماء او مفتيان او مجتهدين پيدا شو. چه سوچ اوكړئ نو حضرت اِمام قاضي اَبُو يُوسُف ته دا ټول بَرَكتونه او مقام او مرتبه په دے وجه ملاو شوه چه حضرت اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي كفالت هم اوكړو او هغوئي ته ئے تعليم هُم وركړو. بيا اِمام اَبُو يُوسُف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه امام مُحَمَّد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته تعليم وركړو، حضرت امام مُحَمَّد د اِمام شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُستاذ دے، حضرت امام شافِعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د امام اَحمد بِن حَنبل استاذ دے، حضرت امام اَحمد بِن حَنبل اِمام بُخاري ته تعليم وركړو. حضرت اِمام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير شاګردان عالِـمان كړل، او هُم دغسے دا سلسله تر اوسه پورے راروانه ده او اِنْ شَــآءالـلّٰـه د قيامته پورے به جاري اوسي. كه سوچ اوكړئ نو دا ټول بَرَكتونه د حضرت اِمامِ اعظم ابُو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دي او په دے ټول ثواب كښے د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پوره پوره حِصَّه ده ځكه چه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حضرت اِمام اَبُو يُوسُف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د عِلمِ دِين تعليم هُم وركړو او په هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندے ئے خپل مال هُم خرچ كړو.

د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دِيني طَلَبه باندے د خرچ كولو انداز

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د اعلٰى حضرت اِمامِ اهلِسُنّت مولانا شاه اِمام اَحمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا مبارك عادت وو چه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به عِلمِ دِين حاصلولو والؤ طَلَبه باندے ډير ډير مال خرچ كولو او په دے به خوشحاليدلو، او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په طَلَبه باندے ډير مهربانه وو، د خوشحالئ په موقع او د اختر په موقع به ئے د هغوئي د پاره نوے نوے جامے جوړولي او قِسماقِسم خوراكونه به ئے پرے كول، د عربو طَلَبه د پاره عربي طعام، روسي طَلَبه د پاره روسي طعام او بنګالي طَلَبه د پاره به ئے بنګالي طعام تيارولو، الغَرَض د كومو طَلَبه به چه كوم طعام خوښ وو د هغوئي د پاره به ئے هُم هغه پخولو او په هغوئي به ئے خوړلو او په دے به پخپله خوشحاليدلو. (سوانح اعلی حضرت ، ص۱۴۶ملخصا)

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه دعوتِ اسلامي هُم د طَلَبه د پاره د بهترين خوراك اهتمام كوي بلكه د طَلَبه د هر قِسم سهولياتو خيال ساتي. لِـهذا په دے كارِ خير كښے هُم دعوتِ اسلامي سره ډير ډير تعاون اوكړئ.

مال كوم ځائے كښے خرچ كول پكار دي

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په دے واقعه كښے زمونږ د پاره د نصيحت ډير مَدَني ګُلونه دي، كه