Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

وركړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                  جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مے دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا               جنّت كښے مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

د ګرځيدلو سنتونه او آداب

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د امير اهلسنت حضرت علامه مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د رسالے 163 مدني ګلونه نه د ګرځىدلو سنتونه او آداب واورو:

    * پيځلَّسمه سيپاره سوره بني اسرائِيل آيت 37 كښے د ربُّ الْعِباد عَزَّوَجَلَّ ارشاد دے:

وَ لَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًاۚ-اِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْاَرْضَ وَ لَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُوْلًا(۳۷)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان  :  او په زمکه په لوئـي سره [يعني په تكَبُّر] مه ګرځه، بيشکه هيڅ کله به نه زمکه اوشلوے او نه به هيڅ کله په اوچتوالي كښے غرونو ته اورسيږے. * د دعوتِ اسلامي د اِشاعتي اِدارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه چاپ شوي د 1197 صفحو کتاب ”بهارِشريعت“ جِلد 3 صفحه 435 کښے فرمانِ مُصطفے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: يو كس دوه څادرے اچولے په لوئِـي سره [یعنی په فخر] روان وو او په تَـكَـبُّر كښے وو، هغه په زمکه كښے خخ کړے شو، هغه به ترقيامته پورے مسلسل خخيږي. (صحيح   مسلم  ص1156 حديث2088) * حضورِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به بعضے وخت كښے په روانه كښے د يو صحابي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ لاس په خپل لاس مبارك كښے اونيولو. (المعجم الکبير ج7 ص277 حديث  7132) * رَسُولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چه روان وو نو مخے طرف ته به لږ شان ټِيټ شوے تلَلو، لکه د لوَړے نه چه راکوزيږي. (الشَّمائل المحمّدية للترمِذى   ص 87  رقم118)  * که څه وجه نه وي نو د لارے په غاړه غاړه په درميانه رفتارسره ځئ، نه دومره تيز چه خلق ستاسو په تماشه شي چه دا چرته په منډه منډه روان دے! او نه دومره په قلاره چه خلق مو بيمار اوګنړي. * په لاره تللو كښے پريشان نظري (يعني بے حاجته اخوا ديخوا کتل) سُنَّت نه دي، نظر ښکته ساتئ او په وقار [يعني احترام] سره ځئ. * د چا د کور بالکوني  [ګيلرئ]  يا کړکئ طرف ته بے ضرورته کتل مناسِب نه دي. * په تلَلو يا په پوړو ختلو کوزيدلو كښے د پيزار اواز پيدا كيدل نه دي پكار، زمونږه خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د پيزار ”درب“ خوښ نه وو. * كه په لاره كښے دوه زنانه ولاړے وي يا روانے وي نو د هغوئي په مينځ كښے مه تيريږئ ځکه چه په حديثِ پاك كښے د دے منع راغلـي ده. (ابوداؤد   ج  4 ص 470  حديث  5273) * بعضے خلق چه په لار روان وي نو د هغوئي عادت وي چه کوم شے هم مخے له ورځي هغه په لتو وهي، دا قطعاً غير اخلاقي طريقه ده، په دے كښے د ښپو د زخمي کيدو هم خطره وي، او اخبارونه يا د ليك والا ډبي، پيکټے او د مِنرل واټر خالي بوتلے وغيره په لتو وهل بے ادبي هم ده.    

     قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د ٣١٢ صفحو