Book Name:Deeni Tulaba Par Kharch Karna

     د حضرتِ سَيِّدُنا حَفْص بِن عبدُالله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بیان دے چه ما اِمامُ المَحَدِّثِین حضرتِ سَيِّدُنا ابُو زُرعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي د وفات نه پس په خوب كښے اوليدلو چې هغوئي په وړومبي آسمان باندے فرښتو ته د لـمانځه جَمعه وركوي. ما ترينه تپوس اوكړو: اے اَبُو زُرعه! تاسو ته دا اِعزاز و اِكرام څنګه نصيب شوے دے؟ هغوئي اِرشاد اُوفرمائيلو: ما په خپل لاس لس لكه حديثونه ليكلي دي او ما به په هر حديث كښے دُرُود شريف لوستلو او د نبئ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عاليشان دے چه كوم مسلمان په ما باندے يو ځل دُرُود شريف ليږي نو الله پاك په هغه لس رحمتونه نازلوي. (شرح الصدور ، باب فی نبذ من اخبار من راٰی الموتی …الخ ، ص ۲۹۴)

سر سے پا تک کروڑ بار سلام

اور سراپا پہ بے شمار درود

دل میں جلوے بسے ہوئے تیرے

لب سے جاری ہو بار بار درود

قَبْر میں خُوب کام آتی ہے

بیکسوں کی ہے یارِ غار دُرُود

(ذوقِ نعت ، ص ، ۱۲۴-۱۲۵)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښے ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]

مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښے چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

د بيان اوريدلو  نيتونه

      * ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرے پورے بيان واورئ * پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ * كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ.

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                                                   صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع  د بیان موضوع ده ”په ديني طَلَبه باندے مال خرچ كول“. په دے بيان كښے به مونږه د صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان او نورو بُزرګانو داسے واقعات اورو چه هغوئي د دِينِ اسلام د سربُلندئ د پاره د خپل وخت وركولو سره سره خپل مال هُم خرچ كړے وو. د نن صبا دَور كښے مونږه د دِيني طَلَبه څنګه خدمت كولے شو؟ په دے باره كښے به هُم څه مَدَنـي ګُلونه اورو. ټول بيان پوره تَوجُّه سره د اوريدلو نِيَّت اوكړئ.

د عِلمِ دِين په طلبګارو باندے ئے مال خرچ كړو

      حُضُور نبـىِّ كريم  رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د یو سفر نه واپسئ كښے د خاتُونِ جَنَّت حضرتِ سَيِّدَتُنا فاطمه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا كره تشريف يوړلو خو د كور په دروازه باندے ئے يوه پرده اوليدله او د خپلے ګرانے لُور په لاسو كښے ئے د سپينو زرو دوه كړے اوليدلے نو بيرته ئے تشريف يوړلو. حضرت



[1]     معجم ِ كَبِير سهل بِن سعد الساعدى...الخ ،  ۶ / ۱۸۵ ،  حديث ۵۹۴۲