Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

يو غير مسلم كس ته د مسلمان د زړه ساتلو په بدله كښے د اِيمان په شان عظيمُ الشان او قيمتي نعمت نصيب كيدے شي، د جنت اعلٰى محل ئے مقدر جوړىدے شي، د دُنيا او آخرت ښيګړے ئے نصيب كيدے شي؟ نو څوك چه مسلمان وي، د آقا كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتي وي او هغه د يو مسلمان زړه خوشحاله كړي، په مصيبت كښے د چا مدد اوكړي، د چا پريشاني لرے كړي، په غم او تكليف كښے د چا په كار راشي، مشكل وخت كښے د چا حاجت پوره كړي نو يقيناً الله پاك به داسے مسلمان ته په خپل فضل او رحمت بے شميره بركتونه وركړي.

      دا مسئله هُم ياده ساتئ چه د غيرِ نبي خوب ليدل په شريعت كښے دليل نه وي او هر سوالګر ته وركول هُم ضروري نه دي، د چا چه كار صرف خيرات غوښتل او سوال كول وي او دا كار ئے خپله پيشه ګرځولے وي هغوئي ته خيرات وركول ثواب نه بلكه ګناه ده. مسئله دا ده چه هغه بنده سوال كولے شي د چا سره چه د خوراك يا اغوستلو د پاره هيڅ هُم نه وي، هم دغسے كه د يو خاص ضرورت مَثَلًا علاج او دوائي د پاره ئے رقم پكار وي نو هغه جُدا خبره ده، لِـهذا ښه سوچ او فكر كولو نه پس خيرات وركول پكار دي.

 بهر حال مونږ ته پكار دي چه د مسلمان د زړه خوشحالولو والا كارونه اوكړو او د مسلمان د زړه ازارولو والا كارونو نه ځان ساتو. راځئ چه د زړه خوشحالولو تعريف واورو: چنانچه

د زړه خوشحالولو تعريف

     زړه خوشحالول يعني مسلمانانو سره همدردي كول، هغوئي سره څه ښيګړه كول، د