Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

اَشْهَدُ اَنْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ وَاَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُه وَرَسُوْلُه (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) زه ګواهي وركووم چه د الله تعالٰى نه سِوا هيڅ څوك د عِبادت لائِق نشته او زھ ګواهي وركووم چه مُـحَـمَّد (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) د هغه خاص بنده او رسول دے.  (روض الریاحین،الحکایۃ السابعۃ والعشرون۔۔۔الخ، ص۲۷۵)

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دے واقعے نه دا معلومه شوه چه د عاشورے د ورځے ډير فضائل و بركات دي، دا هم معلومه شوه چه د يو مسلمان زړه ساتل، د مشكل په وخت كښے د هغه مدد كول ډير ښه كار دے او د الله پاك ډير خوښ عمل دے څنګه چه مونږه د بيان په شروع كښے د دُرُود شريف په فضيلت كښے دا حديث شريف واريدلو چه: خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي چه: د قيامت په ورځ به د الله د عرش د سوري نه سِوا بل سورے نه وي، درے كسان به د الله د عرش په سوري كښے وي. عرض اوكړے شو، يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هغه كوم خلق دي؟ ارشاد ئے اوفرمائيلو: (١) هغه كس څوك چه زما د اُمَّتي پريشاني لرے كړي. (٢) زما سنت ژوندي كولو والا. (٣) په ما باندے كثرت سره درود شريف لوستلو والا. (البدورالسّافرۃ لِلسُّیُوطی، ص ۱۳۱حدیث: ۳۶۶ )

  نو معلومه شوه چه د يو مسلمان پريشاني لرے كول ډير غوره عمل دے او د چا زړه ازارول او د هغه حاجت  نه پوره كول بد عمل دے او د الله پاك د نعمت نه محرومه كوونكے عمل دے. هغه غير مسلمه د يو مسلمان زړه خوشحاله كړو نو  الله پاك په خپل فضل و كرم د هغے بدله دا وركړه چه د اِيمان د دولت په شان قيمتي نعمت ئے وركړو او بل طرف ته هغه مسلمان قاضي چا چه د فقير زړه خوشحاله نه كړو او خالي لاس ئے ليږلے وو هغه د جَنَّت غټو غټو نعمتونو او محلونو نه محرومه شو، لږ سوچ اوكړئ! چه كه