Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

كوي. پلار ورته اووئيل: دا د عاشورے شپه ده، د الله پاك په دربار كښے د دے ډير فضائل و بركات دي. چه كله د کور ټول خلق اوده شو نو هغه ماشومه جينئ د پيشمني پورے بيداره وه او د [هغه ګاونډي د كور نه ئے د] قرآنِ كريم تلاوت او ذِكرِ اِلٰهي اوريدلو. چه كله خلقو تلاوتِ قرآن ختم كړو. نو هغه جينئ داسے دُعا اوغوښتله: يا الله! د دے شپے د حُرمت په خاطر او د دے خلقو په خاطر چه ټوله شپه ئے ستا په ذِكر كښے په ويښه تيره كړه! ما ته شِفا راكړے، زما تكليف لرے كړے او زما د زړه خفګان لرے كړے. د هغے دُعا لا پوره شوي نه وه چه تكليف او بيماري ئے ختمه شوه او هغه په خپلو ښپو اودريدله؟ چه كله پلار په خپلو ښپو ولاړه اوليدله نو تپوس ئے ترينه اوكړو چه اے زما لورے! ستا نه دا تكليف او غم څنګه لرے شو؟ نو هغے جواب وركړو چه الله تعالٰى ما ته شِفا راكړه او خپل رحمتونه ئے را باندے را نازل كړل. اے زما پلاره! ما د الله پاك په بارګاه كښے د دے شپے وسيله پيش كړه نو هغه زما تكليف لرے كړو او زما بدن ئے جوړ كړو. (الروض الفائق فی المواعظ والرقائق، المجلس الثانی والاربعون الخ، ص ۲۳۶)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دے واقعے نه يوه خبره دا هُم معلومه شوه چه د عاشورے په شپه دُعاګانے قبلیږي، او دا هم معلومه شوه چه زمونږه بُزرګانو به د عاشورے شپه په عبادت كښے تيروله، هٰغه نيكو خلقو به نور خلق هم راجمع كول او د قرانِ كريم تلاوت به ئے کولو، د یتیمانو او کونډو مدد به ئے كولو، د غريبانو او