Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

( التبصرۃ لابن جوزی، المجلس الاول فی ذکر عاشوراء والمحرم،۲/۸ ملتقطا)   

     (1) د عاشورے د ورځے روژه نيسئ او دے سره د نهم يا يوولسم محرم الحرام روژه هم نيسئ چه د يهويانو مخالفَت اوشي. (مسند امام احمد،مسند عبد اللہ بن العباس ۔۔۔ الخ  ،۱/۵۱۸،حدیث:۲۱۵۴ماخوذا(2) د حضرت سَيِّدُنا عَلِـىُّ الْـمُرتضٰى کَرَّمَ اللّٰهُ تعالٰى وَجْهَهُ الْکَرِیْم   فرمان دے: د عاشورے په ورځ چه څوك زر ځله سُوْرَةُ الْاِخلاص اولولي نو د هغه په طرف به الله پاك نظر فرمائي او د چا په طرف چه رحمٰن نظر اوفرمائي هغه ته به هيڅ كله عذاب نه وركوي. ( حاشیۃ النور فی فضائل الایام   والشھور،المجلس الحادی عشرفی فضل عاشوراء، ص۱۲۴) (3) په دے ورځ توبه او استغفار اوكړئ او د الله پاك نه په توبه باندے د قائم اوسيدلو سوال اوكړئ. (4) د مور و پلار اِكرام [يعني احترام] اوكړئ. (5) غصه په قابو كښے اوساتئ. (6) د نفلونو كثرت اوكړئ. (7) رانجه اولګوئ. (النور فی فضائل الایام   والشھور، المجلس الحادی عشر فی فضل عاشوراء، ص۱۲۳) (8) د عاشورے په ورځ خاص طور اِثمِد رانجه اولګوئ د دے په بركت به مو سترګے نه خوګيږي، څنګه چه نبي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ارشاد فرمائيلے دے: كوم كس چه د عاشورے په ورځ اِثمِد رانجه په سترګو اولګوي نو د هغه سترګے به هيڅ كله هم نه خوګيږي. ( شعب الایمان،باب فی الصیام،صوم التاسع مع العاشر، ۳/۳۶۷، حدیث:۳۷۹۷)

(9) خپلوانو سره ملاقات اوكړئ. (10) خوشبوئي اولګوئ. (11) روژه نيوونكو له روژه ماتے وركړئ. (12) د قرآن كريم تلاوت اوكړئ. (13) اويا ځله د سُبْحٰنَ الله وظيفه اوكړئ. (14) د يتيم په سر د شفقت لاس راښكاږئ. (15) د مسلمانانو په مينځ