Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

مسكينانو خلقو خيال به ئے ساتلو، او د دے شپے ډير احترام به ئے كولو، او د خپل حلال رِزق نه به ئے د طعام خيرات كولو، لِهذا مونږ له هم دا شپه په عبادت كښے تیرول او ورځ د روژے په حالت كښے تيرول پكار دي. ځكه چه د عاشورے د ورځے يو فضيلت دا هم دے چه په دے ورځ د روژے نيولو ډير برکتونه دي، زموږ خوږ مدني آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دے ورځ د روژے نيولو ترغيب ارشاد فرمائيلے دے: راځئ چه! د عاشورے د ورځے د روژے نيولو په فضائلو باندے درے فرامِينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو:

د عاشورے د ورځے د روژے فضائل

     (١) خوږ مدني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د عاشورے روژه اونيسئ په دے ورځ به انبياء كرامو روژه نيوله. (جامع صغیر،ص۳۱۲، حدیث: ۵۰۶۷)

    (٢) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د عاشورے د ورځے روژه اونيسئ او په دے كښے د يهودو مخالفَت اوكړئ، د دے نه مخكښے يا ورپسے هم د يوے ورځے روژه اونيسئ. (مسند امام احمد،۱/۵۱۸حدیث:۲۱۵۴) ياد ساتئ! چه كله هم د عاشورے روژه نيسئ نو د نهم يا يوولسم محرم الحرام روژه هم ورسره نيول بهتر دي كه چا صرف د لسم محرم الحرام روژه اونيوله نو بيا هم جائز دي.

     (٣) يو بل حديث شريف كښے اِرشاد فرمائي: ما ته په الله پاك باندے ګمان دے چه د عاشورے روژه به د يو كال مخكښني ګناهونه ختم كړي [يعني معاف كړي].