Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

(مسلم، کتاب الصیام، باب استحباب صیام ثلاثۃ ایام الخ،ص ۴۵۴،حدیث:۲۷۴۶)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د عاشورے د ورځے يعني د لسم محرم الحرام د فضائلو او بركاتو بيان اوريدلو، د عاشورے د ورځے په فضائلو كښے يو فضيلت دا هم دے چه الله پاك په دے مباركه ورځ لسو انبياءِ كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام ته مختلف اعزازونه او اكرامونه وركړي دي. هغه اعزازونه څه وو؟ راځئ! چه واورو: چنانچه

د يوم عاشورے مبارك نسبتونه

 (1) په دے ورځ د حضرت سَيِّدُنا موسٰى عَلَيْهِ السَّلام مدد شوے وو او فرعون او د هغه ملګري هلاك شوي وو.

 (2) په دے ورځ د حضرت سَيِّدُنا نوح عَلَيْهِ السَّلام  كشتئ په ”جودي غر“ اودريدلي وه.

 (3) په هُم دے ورځ حضرت سَيِّدُنا يونس عَلَيْهِ السَّلام ته د مهي د خىټے نه نجات وركړے شوے وو.

(4) په هُم دے ورځ د حضرت سَيِّدُنا آدم عَلَيْهِ السَّلام توبه قبوله شوي وه.

 (5) په هُم دے ورځ  حضرت سَيِّدُنا يوسف عَلَيْهِ السَّلام د كوهي نه راويستلے شوے وو.

 (6) په هُم دے ورځ د حضرت سَيِّدُنا عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام وِلادت شوے وو او په هُم دے ورځ آسمان ته اوچت كړے شوے وو.

 (7) په هُم دے ورځ د حضرت سَيِّدُنا داوٗد عَلَيْهِ السَّلام توبه قبوله شوي وه.