Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

د خپل كور د كسانو د آخرت د بهترئ او د الله پاك رضا حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامي مدني ماحول سره تړون اوكړئ او د ذىلي حلقے دولسومدني كارونو كښے ډيره ډيره حصه واخلئ. د ذىلي حلقے دولسو مدني كارونو كښے يو كار ”قافِله“ هم ده. ياد ساتئ! څنګه چه د دعوتِ اسلامي قافلے په مختلفو ورځو او مختلفو تاريخونو سفر كوي، دغسے د بُزرګانو د عُرسونو او خاص طور د مُحَرَّمُ الْحَرَام په ٨ ،٩، ١٠ يا ٩، ١٠، ١١ د کربلا د شهیدانو او د امام حسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د ايصالِ ثواب په نیت ډير عاشقانِ رسول د الله په لار كښے سفر کوي. لِهٰذا تاسو پخپله هم سفر اوكړئ او خپل والد صاحب، ځوئ، ورور او نورو دوستانو ته هُم په قافله كښے د سفر كولو ترغيب وركړئ او كربلا والؤ ته د ايصالِ ثواب پيش كولو سعادت حاصل كړئ.

دا كال به چه كوم عاشقانِ رَسُول په 8، 9، 10 مُحَرَّمُ الْحَرَام قافلو كښے سفر كوي د هغوئي د پاره اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه دُعا هُم كړي ده، راځئ چه! مونږه هُم هغه دُعا تَوجُّه سره واورو، ټول اِسلامي ورونړه كوشش اوكړئ چه د اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د دے دُعا نه مونږه هُم حِصَّه حاصلولو كښے كامياب شو.

      دُعائے عَطّار: يا الله! چه زما كوم مدني ځوئ هُم د درے ورځو قافِله كښے سفر اوكړي يا زما كومه مدني لُور يو مَحرم يا خپل د بچو پلار تيار كړي او په سفر ئے اوليږي، دے ټولو عاشقانِ صحابه و اهلبَيت (عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان) ته د دواړو جهانو خيرونه وركړے او بے حسابه بخښنه ئے اوكړے.