Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

فرمائي: څوك چه زما اَهلبیتو كښے چا سره ښه سلوك اوكړي، زه به په ورځ د قيامت د هغے بدله هغه ته وركووم. (جامع صغیر،ص۵۳۳،حدیث:۸۸۲۱) (2) خوږ نبي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: څوك چه اَولادِ عَبْدُالْمُطَّلِب كښے چا سره دُنیا كښے نيكي (يعني ښيګړه) اوكړي د هغه بدله وركول په ما لازِم دي چه كله به هغه په ورځ د قيامت ما سره ملاقات كوي (تاریخ بغداد،۱۰/ ۱۰۲،حدیث:۵۲۲۱) ٭د ساداتِ کرامو تعظیم [يعني ادب] فرض دے او د هغوئي توهین [يعني بے ادبي] حرامه ده. (کفریہ کلمات کے بارے میں سوال جواب ،ص۲۷۷) او د سیِّد بطورِ سیِّد یعني [ځكه ئے بے ادبي كوي] چه هغه سیِّد دے په دے وجه بے ادبي كول کُفر دے. (کفریہ کلمات کے بارے میں سوال جواب،ص۲۷۶)  ٭ د ساداتِ کرامو د تعظیم وتکریم [يعني ادب و احترام] اَصل وجه هُم دا ده چه دا حضرات د رسُول کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جسمِ اَطهر [يعني د پاك بدن] ټُكړه دي (سادات کرام کی عظمت، ص۷)  ٭ د اللہ پاک د خوږ نبي رحمتُ الِّلْعٰلَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعظیم و توقیر [يعني ادب و احترام] كښے دا هُم دي چه كوم څيزونه حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره نِسبَت لري د هٰغه ټولو څيزونو تعظیم [يعني ادب و احترام] اوکړے شي. (اَلشِّفا، الباب الثالث فی تعظیم امرہ،فصل ومن اِعظامہ...الخ،ص۵۲،الجزء: ۲ ) ٭ تعظیم [يعني ادب كولو] د پاره نه د يقين ضررورت شته او نه د يو خاص سَنَد ضرورت، لِـهذا چا ته چه سیِّدان وئيلے كيږي د هغوئي تعظيم [يعني ادب] كول پكار دي. (سادات کرام کی عظمت،ص۱۴)  ٭ څوك چه حقيقت كښے سیِّد نه وي او قَصداً [يعني اِرادَتاً] ځان ته سیِّد وائي هغه ملعون (يعني لعنت كړے شوے) دے، نه د هغه فرض قبول دي او نه نفل. (سادات کرام کی