Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

هغوئي په غم ښادئ كښې شركت كول، د هغوئي په زړونو كښے خوشحالي داخلول وغيره.

     راځئ چه! د مسلمان د زړه خوشحالولو په فضائلو مشتمل درے فرامِينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واور: چنانچه

 د زړه خوشحالولو فضائل

   (١)  خوږ مدني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د الله پاك په نِزد د فرائضو ادا كولو نه پس د ټولو نه غوره عمل د مسلمان زړه ته خوشحالي رسَوَل دي. (معجم      کبیر، ۱۱/۵۹، حدیث:۱۱۰۷۹)

   (٢) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: بيشكه بخښنه واجب كوونكو څيزونو كښے ستا د خپل مسلمان ورور زړه خوشحالول هم دي. (معجم اوسط، ۶/۱۲۹،حدیث:۸۲۴۵)

    (٣) يو بل حديث كښے اِرشاد فرمائي: څوك چه د يو مسلمان زړه خوشحاله كړي نو الله پاك د هغه خوشحالئ نه يوه فرښته پيدا كړي چه هغه د الله پاك عبادت كوي او مسلسل د هغه وَحدانِيَّت بيانوي. چه كله هغه سړے د مرګ نه پس خپل قبر ته اورسي نو هغه فرښته د هغه خوا ته راشي او وائي: آيا ته ما پيژنے؟ بنده ورته وائي: ته څوك ئے؟ هغه وائي: زه هغه خوشحالي يم كومه چه تا د فلانكي بنده په زړه كښے داخله كړي وه او نن به زه ستا زړه خوشحالووم او ستا پريشاني به لرے كووم، زه به تا ته ستا حُجَّت دريادووم، زه به تا ته د نكيرينو (يعني په قبر كښے د تپوس كولو والا فرښتو) په جواب كښے تا په حق باندے ثابت قدم ساتم، زه به د قيامت په ورځ ستا سره يم، د الله پاك په دربار كښے به زه ستا شفاعت كووم او په جنت كښے به [تا ته] ستا مقام ښائم.  (موسوعة ابن ابی الدنیا،