Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

    د يو اِسلامى ورور بيان په خپل انداز كښے د بيانولو كوشش كووم، [هغه وائي] چه زما د پوزے هډوكے كوږ وو، په سر او سترګو به مے هميشه درد وو، ما په مَدِينَةُ الْاولِياء ملتان شريف كښے په نِشتر ميډيكل هسپتال كښے د آپريشن كولو اِراده كړي وه. د دے نه مخكښے را ته د عاشِقانِ رَسُول د سُنَّتو د تَربِيَّت قافِلے سره پاكپَتَن شريف ته د سُنَّتو ډك سفر كولو سعادت حاصل شو. ما د مخكښے نه اوريدلي وو چه دعوتِ اسلامي  په قافِله كښے دعاګانے قبليږي، په دے وجه ما د الله تعالٰى په بارګاه كښے دُعا اوكړه: ’’ياالله عَزَّوَجَلَّ د دعوتِ اِسلامى د قافِلے په بَرَكت زما د پوزے هډوكے صحيح كړے.‘‘ مَدَني قافِلے نه چه بيرته راغلم نو يو څو ورځے پس چه مے د پوزے هډوكي ته په غور اوكتل نو ډير زيات خوشحاله شوم. ځكه چه د عاشِقانِ رَسُول په خوا كښے د اوسيدلو او د مَدَني قافِلے په بَرَكت مے د خپلے دُعا قبليدل په غړيدلو سترګو اوليدل او هغه داسے چه زما د پوزے هډوكے بالكل صحيح شوے وو.

زده كړئ ښكلي  سُنَّتونه  قافِلو  كښے  لاړ  شئ

اوګټئ   ډير  رحمتونه   قافلو   كښے   لاړ   شئ

حاصل كړئ بركتونه   قافلو  كښے   لاړ   شئ

هُم ډير ډير  راحتونه   قافلو   كښے   لاړ   شئ

شي به سم كاږه هډونه  قافلو   كښے  لاړ   شئ

هُم به ختم شي دردونه  قافلو   كښے لاړ   شئ

صَــلُّـوْا عَـلَـی   الْـحَبِيْـب!              صَـلَّـی اللهُ   تَعَالٰـی عَلٰی   مُـحَـمَّد