Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

لَـعْـنَةُ     الـلّٰـهِ      عَـلَـيْكُم   دُښـمنانِ   اَهــلِـبَيت

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د لسم مُحَرَّمُ الْحَرَام يعني د عاشورے د ورځے فضائل او بركات او د كربلا والؤ بالخصوص د اهلِبيتو رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُمْ  د دِينِ اسلام د پاره د ځانونو قربانولو تذكرے واوريدلے لِهٰذا مونږ ته د دے مباركو هستو په سيرتِ طَيِّبه باندے عمل كول او ډيرے ډيرے نيكئ كول او د نيكئ دعوت عام كول او د الله تعالٰى په لار كښے راتلونكو مشكلاتو باندے صبر كول پكار دي او په دے مبارَكه ورځ تِلاوتِ قرآن، ذِكر و درود، خيرات كول، ډير ډير نفلونه، صدقه او خيرات كول او شُهَدائے كربلا ته ايصالِ ثواب كول پكار دي.

 ياد ساتئ! په دے مباركه ورځ چه خلق ىخ شربتونه او نور طعامونه پخوي، په هغے فاتِحه وائي او امام حُسين َرضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه [او نورو شُهَدائے كربلا] ته ئے ايصالِ ثواب كوي [يعني ثواب بخښي] دا جائز او مستحب او د نيكئ كار دے.

      د اِيصالِ ثواب يوه طريقه مومنانو د پاره د بخښنے دُعا كول دي او دا د قرآنِ مجيد نه ثابت دي چنانچه الله تَبارَكَ وَ تَعَالٰى قرآنِ مجيد كښے اِرشاد فرمائى:

وَ الَّذِیْنَ جَآءُوْ مِنْۢ بَعْدِهِمْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَ لِاِخْوَانِنَا الَّذِیْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِیْمَانِ                                                                                 (پ۲۸، الحشر :۱۰)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او هغوئي چه د هغوئي نه پس راغلل، عرض كوي، اے زمونږه ربه مونږه اوبخښے او زمونږه ورونړه، كومو چه زمونږ نه مخكښے ايمان راوړے وو.

مشهور مُفَسِّر حَكِيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دے ځائے