Book Name:10 Muharaam Ki Barakaat

ماسپښين نه پس راغے نو ورته ئے اووئيل چه د مازديګر نه پس راشه. هغه د مازديګر نه پس راغے نو بيا ئے هم هيڅ ور نكړل او تش لاس ئے رُخصت كړو. فقير ډير خفه شو او يو نصراني [يعني عِيسائي] له ورغلو او ورته ئے اووئيل چه د نن د مُقَدَّسے ورځے په خاطر ما ته څه راكړه. هغه تپوس اوكړو چه نن د څه ورځ ده؟ سوالګر جواب وركړو چه نن د عاشورے ورځ ده او د عاشورے څه فضائِل ئے ورته بيان كړل. هغه چه واوريدل نو وئيل ئے چه تا د ډيرے بزرګے ورځے خاطر راواچولو، خپل ضرورت بيان كړئ! سوالګر هغه ته هم هغه ضرورت بيان كړو. هغه سړي ښه ډير غنم او غوښه او شل دِرهَمه وركړل او ورته ئے اووئيل چه دا ستا د بال بچو د پاره ما هره مياشت د دے ورځے د بزرګئ په خاطر د ټول عُمر د پاره مُقرر كړل. د شپے قاضي صاحِب خوب اوليدو، څوك ورته وائي چه پورته اوګوره! چه بره ئے اوكتل نو دوه عاليشان محلونه ئے اوليدل، يو د سپينو زرو او د سرو زرو د خښتو وو او بل د سرو ياقوتو وو. قاضي تپوس اوكړو چه دا دواړه محلونه د چا دي؟ جواب وركړے شو چه كه تا د سوالګر ضرورت پوره كړے وے نو دا به تا ته دركړي شوي وے خو تا هغه ته د بيا بيا تكليف وركولو باوجود هيڅ هم ورنكړل، ځكه دا دواړه محلونه اوس د فلانكي نصراني د پاره دي. قاضي چه رابيدار شو نو ډير خفه شو. چه سحر شو نو هغه نصراني له ورغلو ورته ئے اووئيل چه پرون تا كومه ”نيكي“ كړي ده؟ هغه اووئيل چه ته څنګه خبر شوے ئے؟ قاضي صاحِب ورته خپل خوب بيان كړو او ورته ئے اووئيل چه زما نه يو لاك دِرهِمه واخله او پرونئ ”نيكي“ په ما را خرڅه كړه! نصراني اووئيل چه د ټولے دُنيا دولت راكړے نو بيا به ئے هم خرڅه نه كړم، د رَبُّ الْعِزَّت رَحمت او وركړه څومره ښكلي ده. او واوره! زه مسلمانيږم او دا [كَلِمه] ئے اولوستله چه: