Book Name:Mehman Nawazi Ke Aadab
د ښۀ اِنسان يوه نخښه
دغه شان پۀ يو حديثِ پاک کښې ميلمستيا د اِنسان د کردار سره تړلې بيان شوې ده، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: لَا خَیْرَ فِیْمَن لَا یُضَیِّفُ يعنې پۀ هٰغه اِنسان کښې هيڅ خير نشته، کوم چې ميلمستيا نۀ کوي۔ ([1])
وګورئ چې ميلمستيا له څومره اهميت ورکړے کيږي، دا وئيلے کيږي چې د اِنسان د ښو او بدو، د هغۀ د شر او د خير معيار ميلمستيا ده * څوک چې ميلمه دوست وي * د ميلمه عزت کوي * ميلمه ته سکون او ارام رسوي * چې ميلمه يـې کور ته راشي نو ډير خوشحاليږي * هٰغه اِنسان ډير ښه دے، د هغۀ پۀ کردار کښې، د هغۀ پۀ اخلاقو کښې، د هغۀ پۀ سيرت او ذات کښې خير دے او * کوم اِنسان چې د ميلمه عزت نۀ کوي * ميلمه يـې کور ته راشي نو تندے يـې راچولے وي * پۀ زړۀ زړۀ کښې پريشانه کيږي * د ميلمه پۀ ښه طريقه ميلمستيا نۀ کوي، د داسې اِنسان پۀ اخلاقو او کردار او د هغۀ پۀ ذات کښې هيڅ خير نشته۔
د الله پاک چې څوک خوښ وي هغه له ښه اخلاق ورکوي
د حديثونو پۀ کتابونو کښې د سبق نه ډکه يوه واقعه درج ده، روايت څۀ داسې دے چې يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرته تشريف وړلو، پۀ لاره کښې د يو مالداره کَس پۀ خوا تيريدلو، د هٰغه کَس سره ډير اوښان او چيلۍ وې (يعنې د دې وخت مطابق داسې ووايئ چې هٰغه کَس ښه موړ وو)۔ د دې باوجود هٰغه کَس د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ميلمستيا اونکړه۔ بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يوې