Book Name:Mehman Nawazi Ke Aadab
نن سبا چې څنګه حالات اُلټا پلټا دي، د سيکورټي مسئلې کيدے شي، پۀ دې باره کښې خو به مونږ اِحتياط کوو۔ البته دا زمونږ د اخلاقو حصه پکار ده چې څوک زمونږ د ملاقات د پاره راشي نو که هغه زمونږه رشته دار وي او که نۀ، دوست وي او که نا اشنا، مونږ ته پکار دي چې د هغۀ سره پۀ ښه طريقه ميلاؤ شو، د ښو اخلاقو مظاهره اوکړو او پۀ ښه انداز کښې د هغه ميلمستيا اوکړو۔
دويم ادب: پۀ ميلمستيا کښې تادي کوئ!
د دې نه د ميلمستيا دويم ادب هم مونږ ته د زدکړې د پاره ميلاؤ شو چې کله څوک ميلمه زمونږ کور ته تشريف راوړي نو د هغۀ پۀ ميلمستيا کښې تادي کول پکار دي! وګورئ چې د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام کور ته فرښتو پۀ اِنساني شکل کښې د ميلمه پۀ توګه تشريف راوړلو نو هغوئي تادي اوکړه۔ پۀ ميلمنو يـې انتظار وه نۀ کړو بلکې فوراً يـې سخے ذبح کړو او هغه يـې پوخ کړو او د ميلمنو مخې ته يـې حاضر کړو۔
لهذا مونږ له پکار دي چې کله کور ته ميلمه راشي نو زر تر زره د هغۀ ميلمستيا اوکړو، ميلمه له اوبۀ راوړو، چائے ورله پوخ کړو، خوراک ورله تيار کړو، چې څنګه موقع وي، څنګه ميلمه وي، څنګه موسم وي، د هغې مطابق زر تر زره ميلمستيا شروع کړو۔
د بزرګانِ دِين (یعنې د اللہ پاک د نيکانو بندګانو) فرمان دے: تادي شيطاني عمل دے خو پۀ شپږو کارونو کښې تادي ضرور پکار ده: (1): کله چې د نـمونځ وخت شي نو پۀ نـمونځ کولو کښې تادي ضروري ده (ګنې نو شيطان به ناراستي در اچوي او نـمونځ به درباندې قضا کوي) (2): د مړي پۀ دفن کولو کښې (3): کله چې جينۍ بالغه شي د هغې