Mehman Nawazi Ke Aadab

Book Name:Mehman Nawazi Ke Aadab

برکتي ورځ ده۔ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکلي دي:

بعدِ رَمضان عید ہوتی ہے        رَبّ کی رَحْمت مزید ہوتی ہے

جس کو آقا کی دید ہوتی ہے        اس پہ قربان عید ہوتی ہے

عید تجھ کو مبارَک اے صائِم!      روزہ داروں کی عِیْد ہوتی ہے

روزہ داروں کے واسطے واللہ!     مغفرت کی نَوِید ہوتی ہے

عید کے دِن عمر یہ رَو رَو کر       بولے نیکوں کی عید ہوتی ہے

عِیْد عطّارؔ اُس کی ہے جس کو      خواب میں اُن کی دِید ہوتی ہے([1])

اختر د بخښنې ورځ ده

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! لکه څنګه چې د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت د بخښنې مياشت ده، هم دغه شان د وړوکي اختر دا مبارکه ورځ هم د رَبِّ رحمان د رحمتونو د حاصلولو ورځ ده۔ د صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ يو روايت کښې دي: چې کله د اختر سحر شي نو الله پاک خپلې معصومې فرښتے ټولو ښارونو ته ليږي، هٰغه فرښتے زمکې ته تشريف راوړي او پۀ ټولو کوڅو او لارو کښې ودريږي او داسې اِعلان کوي: اے د مُحَمَّد [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] اُمَّته! د هٰغه رَبِّ کريم بارګاه طرف ته روان شئ! کوم چې ډير زيات عطا کوونکے او د لوئي نه د لوئي ګناه معاف کوونکے دے۔

بيا الله پاک خپلو بندګانو ته داسې خطاب فرمائي: اے زما بندګانو! غواړئ! څۀ غواړئ! زما پۀ عزت او جلال مې دې قَسم وي! پۀ ننۍ ورځ پۀ دې (د اختر د نـمونځ پۀ) اجتماع کښې چې د خپل اخرت پۀ باره کښې څۀ سوال هم کوئ هغه به پوره کووم او څۀ چې د دُنيا پۀ باره کښې غواړئ، پۀ هغې کښې به ستاسو د خير طرف ته نظر کووم (يعنې پۀ هٰغه معامله کښې به هٰغه کووم پۀ کومه کښې چې ستاسو خير وي)۔ زما پۀ عزت مې دې قَسم وي! تر څو پورې چې تاسو زما لحاظ کوئ، زۀ به هم ستاسو پۀ خطاګانو باندې پرده اچووم۔ زما پۀ عزت مې دې


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:707 ملتقطًا۔