Mehman Nawazi Ke Aadab

Book Name:Mehman Nawazi Ke Aadab

فَرَاغَ اِلٰۤى اَهْلِهٖ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِیْنٍۙ(۲۶) فَقَرَّبَهٗۤ اِلَیْهِمْ(پارہ:26، سورۀ الذٰریات:26، 27)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا اِبراهيم د خپل کور والؤ طرف ته لاړلو نو يو څورب سخے يـې [پوخ کړے] راوړلو۔ بيا يـې هغه هغوئي ته کيښودلو نو اوئې فرمائيل: آيا تاسو خوراک نۀ کوئ؟۔ 

يعنې کله چې دا فرښتے راغلې نو پۀ اِنساني شکل کښې وې، حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام هغوئي پيژندلې هم نۀ، د دې باوجود حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د هغوئي نه د نوم پوښتنه وه نۀ کړه، نۀ يـې ترينه د پتې پوښتنه اوکړه، زر يـې هغوئي پۀ کور کښې کښينول او پخپله لاړو او سخے يـې ذبح کړو، هغه يـې پوخ کړو او زر يـې راوړو د ميلمنو مخې ته يـې کيښودو۔ ([1])

دا د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام بے مثاله ميلمستيا وه، علمائے کرامو د دې واقعې نه د ميلمستيا ډير آداب راويستي دي۔

وړومبے ادب: د هر چا ميلمستيا کوئ!

علمائے کرام فرمائي: پۀ دې کښې يو خو دا ادب دے چې حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د فرښتو نه د نوم پوښتنه هم وۀ نۀ کړه، د دې نه مونږ ته سبق ميلاؤيږي چې د ميلمستيا د پاره دا ضروري نۀ ده چې ميلمه مونږ پيژنو، که څوک نا اشنا کَس هم زمونږ کور ته راشي نو د هغۀ هم ميلمستيا کول پکار دي۔ ([2])


 

 



[1]... صراط الجنان، پارہ:26، الذٰریات، زیرِ آیت:26، جلد:9، صفحہ:499بتغیر۔

[2]... کشف الحجوب، کشف الحجاب التاسع...الخ، باب الثانی و العشرون...الخ، صفحہ:406 بتغیر۔