Book Name:Mehman Nawazi Ke Aadab
حضرت شيخ نَجِيبُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بابا فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورور هم دے او خليفه هم دے۔ د هغوئي لقب مُتَوَکِّل وو: يعنې پۀ الله پاک باندې باور لرونکے، توکل کوونکے۔ حضرت شيخ نَجِيبُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د الله پاک پۀ ياد کښې دومره ډوب وو چې (بعضې وخت) به ورته دا هم نۀ معلوميدله چې کومه ورځ ده؟ کومه مياشت روانه ده؟ سِکه د څو روپو ده؟
يو ځل د اختر ورځ وه، د شيخ نَجِيبُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ کور کښې ډير ميلمانۀ راجمع شول۔ پۀ اتفاقي توګه پۀ هٰغه ورځ د هغوئي پۀ کور کښې د خوراک څښاک د پاره هيڅ سامان موجود نۀ وو۔ (پۀ ظاهره دا د يوې پريشانۍ حالت وو، ظاهره ده چې د اختر ورځ وي، د خوشحالو موقع وي، کور ته ميلمانۀ راشي او د انسان سره هيڅ هم نۀ وي۔۔۔ پريشاني خو به وي، د اِنسان زړۀ خو خفه کيږي خو دے د الله پاک نيک بنده وو، توکل کوونکے وو، پۀ الله پاک باندې يـې پوره باور لرلو، هغوئي نۀ څۀ ګيله اوکړه، نۀ شکايت، نۀ يـې پۀ خُله څۀ غلط لفظ ووئيلو، نۀ يـې زړۀ ته خفګان واچولو، بيا هغوئي څۀ اوکړل؟) بالاخانې (يعنې د کور بره والا منزل) ته يـې تشريف يوړلو او پۀ تنهايۍ کښې کيناستو او د الله پاک پۀ ياد کښې مصروفه شو۔ يو طرف ته خو د الله پاک ياد جاري وو، ورسره ورسره يـې پۀ زړۀ کښې عرض هم کولو چې يا الله پاکه! نن د اختر ورځ ده او زما کور ته ميلمانۀ راغلي دي۔
د يو حق بنده، کامِل ولي د زړۀ نه وړاندې کړے شوے عرض فوراً قبول شو، ناڅاپه پۀ چت باندې يو کَس ظاهر شو، د هغه پۀ لاس کښې د خوراکونو يو ډک دسترخوان وو، هٰغه غيبي کَس هٰغه دسترخوان د حضرت نَجِيبُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې پيش