Book Name:Mehman Nawazi Ke Aadab
ايښودے دے۔ حضرت ابو طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: ماشومان پۀ لوبو لوبو اودۀ کړه۔ او کله چې ميلمه د خوراک د پاره کښيني نو د ډيوې د ټيک کولو پۀ بهانه پاسه او مړۀ يـې کړه، د پاره د دې چې ميلمه پۀ صحيح طريقه خوراک اوکړي۔ دا کار دې د پاره چې ميلمه ته دا معلومه نۀ شي چې د کور والا د هغۀ سره خوراک نۀ کوي ګنې بيا به ورته د خوراک وائي او خوراک لږ دے، نو ميلمه به وږے پاتې شي۔ پۀ دې طريقه حضرت ابو طلحه پۀ ميلمه باندې ډوډۍ وخوړله او پخپله کور والا پۀ نهره شپه تيره کړله۔ کله چې سحر شو او دربارِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شول۔ نو د الله پاک محبوب، د غيبو نه خبر آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت ابو طلحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ليدلو وفرمائيل: د شپې د فلانکي فلانکي پۀ کور کښې عجبيه معامله وشوه۔ الله پاک هغوئي ته کتل او مُسکے شو (يعنې ډير راضي شو)۔ د دې واقعې پۀ باره کښې د سُورۀ حَشر دا آيت نازل شو: ([1])
وَ یُؤْثِرُوْنَ عَلٰۤى اَنْفُسِهِمْ وَ لَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ﳴ وَ مَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَۚ(۹)
(پارہ:28، سورۀ اَلْحَشر:9)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغوئي [ته] پۀ خپلو ځانونو ترجيح ورکوي اګر که هغوئي پخپله حاجت لري، او څوک چې د خپل نفس د لالچ نه بچ کړے شو نو هُم هغه خلق کامياب دي۔
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې ميلمستيا ده۔ حضرت ابو طلحه انصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپل ضرورت شاته کړو، پخپله يـې هم پۀ نهره شپه تيره کړله او د خپل ضرورت خوراک يـې هم پۀ ميلمه باندې اوخوړو۔ بيا اَجر ته وګورئ چې څومره ځانګړے ميلاؤ شوے دے۔ خوږ