Book Name:Jahannam Ke Azabat
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
قُلْ یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اَسْرَفُوْا عَلٰۤى اَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِؕ-اِنَّ اللّٰهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًاؕ-
(پارہ:24، سورۀ زُمر:53)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ وفرمايه! اے زما هٰغه بندګانو! کومو چې پۀ خپلو ځانونو زياتے کړے دے! د الله د رحمت نه مۀ نا اُميده کيږئ، بے شکه الله ټول ګناهونه بخښي، بے شکه هُم هغه بخښونکے مهربانه دے۔
د حضرت مُعَاذ بن جبل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: آيا زۀ تاسو ته وه نۀ وايم چې د قيامت پۀ ورځ به د بندګانو او د الله پاک ترمينځه د ټولو نه وړومبۍ خبرې څۀ وي؟ وه يـې فرمائيل: الله پاک به فرمائي: (اے ايمان والؤ!) آيا تاسو به زما پۀ دربار کښې د حاضرۍ شوق لرلو؟ بندګان به عرض کوي: آؤ مالکه! مونږ به ستا د ملاقات شوق لرلو۔ الله پاک به فرمائي: ولې؟ پۀ څۀ وجه به مو شوق لرلو۔ بندګان به عرض اوکړي: مولیٰ! زمونږ اُميد وو چې تۀ به مونږ بخښې۔ الله پاک به فرمائي: قَدْ وَجَبَتْ لَكُمْ مَغْفِرَتِي تحقيق ستاسو د پاره زما بخښنه واجِب شوه۔ ([1])
مغفرت کا ہُوں تجھ سے سُوالی پھیرنا اپنے دَرْ سے نہ خالی
مجھ گنہگار کی التجا ہے یاخُدا تجھ سے میری دُعا ہے
نارِ دوزخ سے مجھ کو اماں دے مغفرت کر کے باغِ جناں دے