Jahannam Ke Azabat

Book Name:Jahannam Ke Azabat

بيړۍ به پرانستے شي، ماران لړمان به ترينه لرې کړے شي۔ بيا به حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام هٰغه کَس د ځان سره کړي او د الله پاک پۀ دربار کښې به يـې حاضر کړي۔ الله پاک به هٰغه ګنهګار اِنسان ته فرمائي: اے بنده! آيا تۀ ما پۀ ښۀ شکل او صورت کښې نۀ وې پيدا کړے؟ اِنسان به عرض اوکړي: ولې نۀ مالکه! تا ما ته ډير ښۀ شکل راعطا کړے وو۔ حکم به وشي: آيا ستا د هدايت د پاره رسولان نۀ وو راغلي؟ اِنسان به عرض اوکړي: ولې نه زما مالکه! رسولان راغلي وو۔ حکم به وشي: آيا تا ته زما کتاب نۀ وو در رسيدلے؟ اِنسان به عرض اوکړي: مولیٰ! را رسيدلے وو۔ الله پاک به وفرمائي: بيا تا فلانکي فلانکي ګناهونه ولې اوکړل؟ ولې زما پۀ نافرمانو کښې پروت وې؟

د اِنسان سره به د وئيلو د پاره هيڅ نۀ وي، بس لاسونه به جوړه کړي او عرض به اوکړي: اے زما کريم مالکه! ما پۀ خپل ځان باندې ظلمونه اوکړل، پۀ ګناهونو کولو مې خپل ځان د دوزخ حقدار جوړولو، اے حَنَّان او مَنَّان ربه! زۀ د خپلو ګناهونو پۀ وجه باندې د زر [1000] کالو پورې پۀ دوزخ کښې ووم، د دې باوجود ستا د رحمت نه نا اُميده شوے نۀ يم، چې زما فرياد به اوريدے شي، ستا رحمت به پۀ جوش کښې راځي، پۀ دې اُميد مې تا ته اوازونه کول، اے زما د عظمت والا ربه! اوس دې چې فضل فرمائيلے هم دے، د دوزخ نه دې راويستے هم يم نو پۀ ما باندې رحم اوکړې، صرف د خپل رحمت پۀ برکت ما وبخښې۔

د اِنسان د داسې عاجزۍ پۀ عرض باندې به د الله پاک رحمت پۀ جوش کښې راشي، حکم به وشي: اِشْهَدُوا يَا مَلَائِكَتِي بِأَنِّي رَحِمْتُهُ اے زما فرښتو! ګواه شئ! ما پۀ دۀ باندې رحم وفرمائيلو (او دے مې وبخښلو)۔ ([1])

 


 

 



[1]...مسند امام اعظم، کتاب الایمان والاسلام...الخ، صفحہ:81-85، حدیث:28۔