Book Name:Jahannam Ke Azabat
مختصر شان رساله کښې يو مسلمان ته د اِسلامي ژوند تيرولو دومره زبردسته فارمولا ورکړے شوې ده، بس نيک اعمال رسالې د هغوئي پۀ ژوند کښې انقلاب راوستو، د دې پۀ برکت اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هغوئي د نـمونځ جذبه نصيب شوه او د جَمعې سره د نـمونځ کولو د پاره جومات ته حاضر شو او اوس هغوئي 5 وخته نـمونځ ګزاره جوړ شوے دے، ږيره مبارکه يـې هم پريښودې ده او نيک اعمال رساله هم ډکوي۔ ([1])
تُو ولی اپنا بنالے اُس کو ربِّ لَم یَزَل مَدنی اِنعامات پرکرتا ہے جو کوئی عمل
نوټ: د دعوتِ اسلامي پۀ ديني ماحول کښې مدني انعامات ته اوس نيک اَعمَال وئيلے شي۔
صَـلُّــوْا عَـلَـی الْـحَـبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! بيان د ختميدو طرف ته بوځو او د سرسايه پۀ باره کښې د يو څو مدني ګلونو د بيانولو سعادت حاصلوو۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! سر سايه پۀ ټولو مسلمانانو نارينؤ او زنانؤ باندې واجِب ده څوک چې صاحبِ نصاب وي او د هغوئي نصاب د حاجت اَصلِيه (يعنې د ژوند د ضرورتونو مثلاً د اوسيدو کور، پۀ کور کښې اِستعماليدونکي سامان وغيره) نه زيات وي * د چا سره چې اوؤه نيمې تولې سرۀ زر يا 52 نيمې تولې سپين زر يا د 52 نيمو تولو سرو زرو رقم يا د دومره ماليت مالِ تجارت مال وي (او چې دا ټول د حاجاتِ اَصليه نه زيات وي) يا د دومره ماليت د حاجتِ اَصليه نه علاوه سامان وي هغۀ ته صاحبِ نصاب وئيلے شي * د سر سايه د واجب کيدو د پاره، عاقل او بالغ کيدل شرط نۀ دے۔ بلکې که ماشوم يا مجبون (يعنې ليونے) هم صاحبِ نصاب وي نو د هغۀه پۀ مال کښې دې د هغه وَلي (يعنې