Book Name:Jahannam Ke Azabat
پالونکے) ادا کړي * د نصاب پۀ مالک باندې د ځان د طرف نه، د خپلو وړو بچو د طرف نه او که څوک مجنون (يعنې پاګل) اولاد وي (که هٰغه ليونے اولاد بالغ ولې نۀ وي) نو د هغۀ د طرف هم سر سايه واجِب ده، آؤ که هٰغه ماشوم يا ليونے پخپله صاحِب د نصاب وي نو بيا دې د هغۀ د مال نه سر سايه ورکړے شي * پۀ پلار باندې د خپل عاقل او بالغ اولاد سر سايه واجِب نۀ ده * که پلار نۀ وي نو د پلار د طرف نه نيکۀ د والِد صاحب پۀ ځائے دے۔ يعنې د خپلو غريبانو او يتيمو نمسا نمسو د طرف نه پۀ هغوئي باندې سر سايه ورکول واجب ده * د څۀ صحيح شرعي مجبورۍ پۀ وجه که روژې وه نۀ نيولے شي يا مَعَاذَ الله! بغير د مجبورۍ نه يـې د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې وه نۀ نيولې نو پۀ هغۀ باندې هم د صاحبِ نصاب کيدو پۀ حالت کښې سر سايه واجِب ده * ښځې که د خاؤند د حکم نه بغير د خاؤند سر سايه ورکړه نو نۀ ادا کيږي * د وړوکي اختر د صبح صادق راختلو پۀ وخت چې څوک صاحبِ نصاب وو پۀ هغوئي باندې سر سايه واجب ده، که د صبح صادق نه پس صاحبِ نصاب شو نو بيا واجب نۀ ده * د سر سايه د ادا کولو افضل وخت هم دغه دے چې د اختر د صبح صادق نه پس د اختر د نـمونځ کولو نه مخکښې مخکښې ادا کړے شي، که د اختر پۀ شپه يا پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې پۀ هره ورځ بلکې د رَمَضَانُ المُبَارَک نه مخکښې هم که چا ادا کړه نو بيا هم سر سايه ادا شوه او داسې کول بالکل جائز دي۔ ([1])
د فطرې [سر سايه] ادا کولو 4 طريقې
د سرسايه [يعنې فطرې] د مقدار 4 اعتباره دي : (1): عجوه کجورې (2): وڅکې (3): [عامې] کجورې (4):وربشې مبارکې يا د هغې وړه (5): غنم يا د هغې وړه * که د عجوه