Ayat e Durood Shareef

Book Name:Ayat e Durood Shareef

چې تا پۀ ما باندې وئيلے وو، ما دا هم د ننۍ ورځې د پاره محفوظ ساتلے شوې وو۔ ([1])

وہ پرچہ جس میں لکھا تھا دُرُود اس نے کبھی  یہ اس سے نیکیاں اس کی بڑھانے آئے ہیں([2])

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                             صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د دُرُود شريف برکتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دُرُودِ پاک ډيره اعلیٰ وظيفه ده۔ د دې دومره ډير برکتونه دي، دومره ډير برکتونه دي چې واه! سُبْحٰنَ اللہ! د دُنيا او د اخرت که هر قِسمه پريشاني وي، دُرُودِ پاک د هغې ډير اسان حل دے۔ حضرت اُبَي بن کعب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې ما عرض اوکړو: يا رسول الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ! زۀ پۀ تاسو باندې ډير دُرُود وئيل غواړم، اوس دې د پاره پۀ خپلو اورادو او وظيفو کښې څومره وخت مقرر کړم؟ اوئې فرمائيل: څومره چې تۀ غواړې؟ عرض مې اوکړو، څلورمه [حصه]؟ اوئې فرمائيل: څومره چې تۀ غواړې او که زياته يـې کړې نو ستا د پاره بهتره ده۔ ما عرض اوکړو: نيمه [حصه]؟ اوئې فرمائيل: څومره چې تۀ غواړې که د دې نه يـې هم زياته کړې نو ستا د پاره بهتره ده۔ ما عرض اوکړو: پۀ دريو کښې دوه [حصې]؟ اوئې فرمائيل: څومره چې تۀ غواړې که زياته يـې کړې نو ستا د پاره بهتره ده۔ ما عرض اوکړو: بيا به هم ټول وخت د دُرُود د پاره مقرر کړم؟ اوئې فرمائيل: که تۀ داسې اوکړې نو دا به ستا د پريشانو د پاره کافي وي او ستا ګناهونه به ختم کړي۔ ([3])

 سُبْحٰنَ اللہ! د يو اِنسان سره هم دا دوه فِکرونه کيدے شي، يو د دُنيا او بل د اخرت۔ دُرُودِ پاک لولئ، د دُنيا فِکرونه به هم ختم شي او د اخرت ټول فِکرونه به هم ختم شي۔ مثلاً  


 

 



[1]... قول بدیع، الباب الثانی فی ثواب الصلاۃ ...الخ، صفحہ:129 ملخصاً۔

[2]... سامانِ بخشش، صفحہ:142۔

[3]... ترمذی، ابواب صفۃ القیامۃ والرقاق والورع، صفحہ:583، حدیث:2457۔