Book Name:Ayat e Durood Shareef
بيا به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زمونږه ورانې ودانې شي۔ مجرم ناقلاره دے چې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رحمت د شفاعت طمع پيدا کړې ده۔ واه! اے مجرمه! څومره ښه خبره ده، ستا خو ورانه ودانه شوه۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
قَالَ اللہُ تَبَارَکَ وَ تَعَالٰی فِی الْقُرْآنِ الْکَرِیْم (اللہ پاک پۀ قرآنِ کریم کښې فرمائي):
اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىٕكَتَهٗ یُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِیِّؕ-یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا(۵۶)
(پارہ: 22، سورۀ الاحزاب: 56)
صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہٗ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه الله او د هغۀ فرښتے پۀ نبي باندې دُرُود ليږي۔ اے ايمان والؤ! پۀ هغوئي باندې دُرُود او ډير ډير سلام اوليږئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک پۀ فضل او د هغۀ پۀ رحمت سره مبارکې مياشت، شعبان شريف تشريف راوړے دے او مونږ د دې پۀ برکتي ساعتونو کښې د ساه اخستو سعادت حاصلوو۔ شعبان شريف ډيره د عظمت والا مياشت ده، پۀ دې کښې خيرونه او برکتونه راوريږي۔ طَيَّب او طاهِر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: شَعْبَانُ الْمُطَہِّرُ وَرَمَضَانُ الْمُکَفِّرُ شعبان پاکوونکې ده او رمضان کفاره ده۔ ([1])
د شعبان شريف يو څو اهم عبادتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د شعبان شريف ډير خصوصي عبادتونه دي، مثلاً