Ayat e Durood Shareef

Book Name:Ayat e Durood Shareef

* که بيمار يـې نو دُرُود شريف لولئ! * که تنګدستي وي نو دُرُود شريف لوئ! * که د اولاد خواهش وي نو دُرُود شريف لولئ! * که قرض درباندې وي نو دُرُود شريف لولئ! * که روزګار درته نۀ ميلاؤيږي نو دُرُود شريف لولئ! * که نوکري مو نۀ کيږي نو دُرُود شريف لولئ! * که پۀ اِمتحان کښې کاميابي غواړئ نو دُرُود شريف لولئ! * که نيک جوړيدل غواړئ نو دُرُود شريف لولئ! * که د مشکلاتو حل کيدل غواړئ نو دُرُود شريف لولئ! غرض دا چې د هرې سختې، هرې پريشانۍ، د هر غم، د هرې ويرې حل دُرُودِ پاک دے۔

د قرض د ادا کولو نا اشنا اِنتظام

يو نيک کَس وو، هغه د چا نه درې زره (3000) ديناره (د سرو زرو سِکې) قرض واخستو۔ د واپسۍ نيټه وټاکلے شوه۔ بيا څۀ داسې وشو چې د هغۀ کاروبار خراب شو، غريبي پرې راغله او دۀ پۀ وخت قرض ورنکړے شو۔ دلته چې کوم قرض ورکوونکے وو، هغه ترينه قرض غوښتل شروع کړل۔ د هغۀ سره خو د ورکولو د پاره هيڅ هم نۀ وو، د کوم ځائے نه به يـې ورکولو، نو قرض ورکوونکي پۀ هغۀ باندې مقدمه اوکړه۔ قاضي صاحب د مقدمې اوريدو د پاره هغه غريب عدالت ته وغوښتو۔ ټوله واقعه واوريدله او اوئې وئيل: تا له د يوې مياشتې نور مهلت درکړے کيږي۔ پۀ دې موده کښې پۀ څۀ طريقه د قرض انتظام اوکړه!

بيا پريشاني وه چې کار روزګار خو ولاړ دے، عدالت هم صرف د يوې مياشت مهلت راکړے دے، څۀ به کووم۔ بيا پۀ دې پريشانۍ کښې دا نيک اِنسان جومات ته لاړو او دُرُودِ پاک لوستل يـې شروع کړو۔ هغۀ معمول جوړ کړو، روزانه به يـې دُرُودِ پاک لوستلو، پۀ داسې کولو کولو 27 ورځې تيرې شوې۔ 28 شپه راغله، دا کَس چې د شپې اودۀ شو نو بخت يـې رابيدار شو، څوک وئيلو والا وائي: اے بنده! تۀ د سلطنت د وزير علي بن عيسیٰ  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  خوا له لاړ شه! هغوئي ته ووايه! هغه به تا له  درې زره (3000) ديناره درکړي۔