Book Name:Ayat e Durood Shareef
غرض دا چې د دُرُودِ پاک پۀ حکم ورکولو کښې حِکمت دے چې زمونږ د طرف نه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څۀ نا څۀ مننه اوکړے شي۔
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر پۀ هر ځائے کښې
د دُرُودِ پاک پۀ حُکم ورکولو کښې يو بل ايمان تازه کوونکے حِکمت دا دے چې علمائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: د دُرُودِ پاک د لوستلو حکم مونږ له دې د پاره راکړے شو چې (مَلَاءِ الاَعلٰی يعنې پۀ اسمانونو کښې خو هر وخت د خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر کيږي، فرښتے پرې دُرُود ليږي، د دې سره سره) پۀ زمکه باندې هم چرته نا چرته، د چا نا چا پۀ ژبه باندې هر وخت د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر کيږي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرچې د الله پاک خوښي دي او هم دې د پاره مونږ ته د دُرُودِ پاک د لوستلو حکم راکړے شو۔ چې دغه شان هر وخت د رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر کيږي۔ لهذا مونږ له پکار دي چې مونږ ښۀ ډير دُرُودِ پاک لولو، پۀ کثرت سره د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر کوو۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به مو بے شميره برکتونه نصيب شي۔
حکمِ حق ہے پڑھو دُرُود شریف چھوڑو مت غافلو دُرُود شریف
خود خدا بھیجتا ہے اُن پر دُرُود تم بھی بھیجا کرو دُرُود شریف
حضرت مصطفےٰ کا پیارا نام جب سنو تب پڑھو دُرُود شریف([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد