Ayat e Durood Shareef

Book Name:Ayat e Durood Shareef

خُدا کا وہ طالِب، خُدا اُس کا طالِب                                                خُدا اُس کا پیارا، وہ پیارا خُدا کا([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                             صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د دُرُودِ پاک د لوستلو حُکم ولې اوکړے شو۔۔۔؟؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دُرُودِ پاک پۀ آيت مبارک کښې ټولو مسلمانانو ته د دُرُودِ پاک وئيلو حکم شوے دے، اخر د دُرُودِ پاک پۀ مَشرُوعِيَّت (يعنې د دې حُکم پۀ ورکولو) کښې څۀ حِکمتونه دي؟ واورئ او اِيمان تازه کړئ! علمائے کرام فرمائي: دُرُودِ پاک يو مستقل عبادت دے * ځکه د دُرُودِ پاک د حکم راکولو يو حِکمت خو اَجر او ثواب دے چې مونږ دُرُود شريف ولولو او د اَجر او د ثواب حقدار جوړ شو * پۀ دې کښې دويم حِکمت دا دے چې دُرُودِ پاک يوه شُکرانه ده۔ يعنې زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ مونږ باندې بے شميره اِحسانونه دي (مثلاً * دا زمکه د حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ برکت جوړه شوې * اسمان د حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ برکت جوړ شوے * کائنات د حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ برکت جوړ شو * مونږ دُنيا ته د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ برکت راغلو * زمونږ ساه ګانې د حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ برکت نصيب شوې * باران وريږي د حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ برکت سره * مونږ ته رزق د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ برکت ميلاؤيږي * د ګناهونو باوجود پۀ مونږ باندې عذاب نۀ نازليږي دا هم د حُضُور  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ برکت سره۔ بلکې يو شاعر ډيره ښکلې خبره کړې ده!

ایمان مِلا، اُن کے صدقے، قرآن مِلا اُن کے صدقے

رحمٰن مِلا اُن کے صدقے، وہ کیا ہے جو ہم نے پایا نہیں

غرض دا چې دا انتها نۀ لرونکي اِحسانونه دي) مونږ د دې اِحسانونو بدله نۀ شو ورکولے، الله پاک مونږ ته د دُرُود شريف د لوستلو حکم اِرشاد کړو د پاره د دې چې د هٰغه اِحسانونو


 

 



[1]... ذوقِ نعمت، صفحہ:57۔