Book Name:Ayat e Durood Shareef
غلام جوړيدو کښې به کامياب شي۔
د حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دےچي، د غيبو نه خبر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قيامت د ورځې خبر ورکړو او اوئې فرمائيل: د قيامت ورځ به وي، حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام به شنې جامې اغوستې وي، د عرشِ اِلٰہی پۀ سوري کښې به تشريف فرما وي او ګوري به چې د هغوئي پۀ اولاد کښې څوک څوک جنَّت ته بوتللے کيږي او څوک څوک دوزخ ته غورځولے کيږي۔ پۀ دې کښې به د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نظر د انبياؤ د تاجدار، اَحمَدِ مختار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ يو اُمَّتي پريوځي، فرښتو به هغه د دوزخ طرف ته روان کړے وي، دا چې وويني نو حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام به اواز اوکړي: یَا اَحْمَدُ! یَا اَحْمَدُ! اے اَحْمَده!اے اَحْمَده!
الله! الله! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! قربان شم! هٰغه د قيامت منظر۔۔۔!! هٰغه وحشت ناکه ورځ چې د هر يو سره به بس خپل فِکر وي، سَکه مور به هم د اولاد نه ځان خلاصوي، زمونږه آقا و مولیٰ، زما بخښلو والا آقا، رحم کوونکے آقا، جنَّت ته رسوونکے آقا، مالکِ جنَّت، صاحبِ کوثَر، نبئ رَحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ دې سخت وخت کښې هم زمونږ د ګنهګارانو د بخښلو او جنَّت ته د رسولو د پاره د محشر پۀ ميدان کښې موجود وي۔ د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورور، مولانا حسن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هٰغې وخت حالت د شعرونو پۀ شکل کښې داسې بيانوي:
کسی کے پَلَّہ پہ یہ ہوں گے وقتِ وزن ِعمل کوئی اُمِّید سے منہ اُن کا تَک رہا ہو گا
کوئی قریبِ ترازو، کوئی لبِ کوثر کوئی صِراط پر اُن کو پُکارتا ہو گا
ہزار جان فِدا نرم نرم پاؤں سے پُکار سُن کے اَسِیْروں کی دوڑتا ہو گا