Book Name:Ummat e Muslima Akhri Ummat Kyon
مونږه د نورو د پاره آئيډيل جوړ شوي وے، مونږه نور قومونه خپل آئيډيل جوړ کړه، پکار خو دا وه چې نورو قومونو زمونږ نقل کولے خو مونږه نقليان جوړ شو، مونږ د نورو نقل شروع کړو، په چال چلن کښې د کافِرانو نقل، په تعليم کښې د کافِرانو نقل، په اُصُول و قوانينو کښې د کافِرانو نقل، تر دې پورې چې په پيزار او جامو اخستلو او په خوراک څښاک کښې هم د نورو قومونو نقل کولے شي، صَد اَفسوس! نن مسلمان قرآن نه زده کوي، د کافِرانو فلسفې زده کوي، د خپل آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت ته نه ګوري، د کافِرانو انداز خپلوي.
وائے ناکامی متاعِ کارواں جاتا رہا کارواں کے دِل سے اِحْساسِ زیاں جاتا رہا
وضاحت: آه! زمونږ ساز و سامان (مثلاً عزت، ترقي، کاميابي، عروج وغيره) هر څه تباه او برباديږي او مصيبت خو دا دے چې زمونږ د نادانانو سره د دې تباهئ هډو احساس نشته.
اے عاشقانِ رَسُول! زمونږه ذِمه داري ده چې د خَيرُ الاُمَم (بهترين اُمَّت) چې کوم اعزاز مونږ له رَبِّ کائنات راکړے دے، مونږه د دې اعزاز قدر اوکړو، مونږه واقعي چې د خَيرُ الاُمَم (بهترين اُمَّت) جوړيدو سره پاتې شو، مونږ د نورو نقل اونکړو، بلکه د قرآن و سُنَّت تعليم حاصل کړو، په دې باندې عمل اوکړو، د خپل آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت عملي طور خپل کړو، کاش! مونږه د سُنتو نمونے جوړې شو.
یامصطَفےٰ! گُناہوں کی عادَتیں نکالو جذبہ مجھے عطا ہو سنّت کی پَیروی کا[1]
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يو څو ورځې پس جشنِ آزادي راتلونکې ده. په دې