Book Name:Ummat e Muslima Akhri Ummat Kyon
موقع باندې دا ضروري ده چې مونږه خپل اهميت اوپيژنو، مونږه څوک يو؟ او ولې يو؟ په دې باندې غور اوکړو.
لږ په خپل اهميت نظر واچوئ! د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې د الله په نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام باندې تورات شريف نازل شو، هغوئي د دې خوږ آسماني کتاب تلاوت اوکړو نو په دې کښې ئې د يو اُمَّت فضيلتونه اولوستل، د دې فضيلتونو لوستلو سره هغوئي په بارګاهِ الٰہی کښې عرض اوکړو: ياالله پاک! په تورات کښې د يو اُمَّت ذِکر دے، هغه به (د دنيا په لحاظ سره) آخري خو (په نيک اعمالو کښې) د ټولو نه وړاندې وي، ياالله پاک! هغه زما اُمَّت جوړ کړې. الله پاک اوفرمائيل: تِلْکَ اُمَّۃُ اَحْمَد ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) يعنې (اے موسیٰ!) دا خو زما د محبوب نبي، حضرت اَحمدِ مجتبٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّت دے. حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام بيا عرض اوکړو: اے ياالله پاک! زه په تورات کښې د داسې اُمَّت ذِکر لولم، د کوم چې به شفاعت کولے شي، مولیٰ! دا زما اُمَّت جوړ کړې. الله پاک اوفرمائيل: تِلْکَ اُمَّۃُ اَحْمَد يعنې اے موسیٰ! دا خو زما د محبوب نبي حضرت احَمد مجتبٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّت دے. حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: اے رَبِّ کريم! زه په تورات کښې د داسې اُمَّت ذِکر لولم، د کوم دعاګانے چې به قبلے دئ شي، ياالله پاک! دا زما اُمَّت جوړ کړې. رَبِّ کائنات اوفرمائيل: تِلْکَ اُمَّۃُ اَحْمَد يعنې اے موسیٰ! دا خو زما د محبوب نبي حضرت احَمد مجتبٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّت دے. حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: اے رَبِّ رحمٰن او رحيم! زه په تورات شريف کښې د داسې اُمَّت ذِکر لولم، د کوم کتاب (يعنې قرآنِ کريم) چې به د هغوئي په سينو کښې وي او هغوئي به د دې تلاوت کوي، اے ياالله پاک! دا زما اُمَّت جوړ کړې. رَبِّ کعبه اوفرمائيل: تِلْکَ اُمَّۃُ اَحْمَد يعنې اے موسیٰ! دا خو زما د محبوب نبي حضرت محمد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّت دے. حضرت