Book Name:Ummat e Muslima Akhri Ummat Kyon
حکمونه خپل اُمَّت ته اورسول! هغه به عرض کوي: آو جي! مولٰی! ما حکمونه اورسول. بيا به د هغوئي د اُمَّت نه پوښتنه اوکړے شي: آيا تاسو ته زمونږه حکمونه رسیدلے. هغه بد بخته کافِران (کومو ته چې حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام 950 کاله تبليغ اوفرمائيلو، د قيامت په ورځ به صفا انکار اوکړي او وائي به:) مَا اَتَانَا مِنْ نَّذِیْرٍ مونږ ته خو څوک ويرولو والا (د الله حکمونو رسہ ولو والا) نه وو راغلے. بيا به حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام ته اوفرمائيلے شي: اے نُوحه! ستاسو سره څوک ګواه شته؟ حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام به عرض کوي: آو! رَبِّ کريم! مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي اُمَّت زما ګواه دے. (بس دا اُمَّت به ګواهي ورکړي چې اے رَبِّ کريم! حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام رښتيا وائي،) دوئي (ستا) پيغام رسہ ولے وو.[1]
په يو روايت کښې دي: سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د قيامت په ورځ چې به د کوم نبي عَلَیْهِ السَّلَام اُمَّت هم په هغوئي دروغ وائي (يعنې وائي به چې مولٰی! دوئي ستا پيغام نه دے را رسہ ولے)، مونږه به د هغوئي په حق کښې ګواهي ورکوو.[2]
اُمَّتِ مسلمه په دُنيا کښې هم ګواه دے
د حضرت انس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: يو ځل يوه جنازه تيره شوه، صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د مړ شوي [کَس] ستائينه اوکړه، په دې باندې خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: وَجَبَت د ده د پاره واجب شو. بيا يوه بَله جنازه تيره شوه، د هغه په باره کښې د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان تاثرات څه ښه نه وو، په دې باندې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: وَجَبَت د ده د پاره هم واجِب شو. بيا ئې اوفرمائيل: د کوم مَړي