Book Name:Ummat e Muslima Akhri Ummat Kyon
(2) دويم حکمت: عبرت اخستونكي اُمَّت
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا اُمَّت عبرت اخستونكي اُمَّت جوړ کړے شوے دے. په يو ځائے کښې الله پاک فرمائي:
وَ لَقَدۡ اَہۡلَکۡنَا الۡقُرُوۡنَ مِنۡ قَبۡلِکُمۡ لَمَّا ظَلَمُوۡا ۙ وَ جَآءَتۡہُمۡ رُسُلُہُمۡ بِالۡبَیِّنٰتِ وَ مَا کَانُوۡا لِیُؤۡمِنُوۡا ؕ کَذٰلِکَ نَجۡزِی الۡقَوۡمَ الۡمُجۡرِمِیۡنَ (۱۳) ثُمَّ جَعَلۡنٰکُمۡ خَلٰٓئِفَ فِی الۡاَرۡضِ مِنۡۢ بَعۡدِہِمۡ لِنَنۡظُرَ کَیۡفَ تَعۡمَلُوۡنَ (۱۴)
(پارہ:11، یونس:13-14)
مفهوم ترجَمۀ کنزُ العرفان: او بے شکه مونږ ستاسو نه مخکښې قومونه هلاک کړل کله چې هغوئي ظلم اوکړو او هغوئي ته زمونږ رسول د ښکاره دليلونو سره تشريف راوړو او هغوئي داسې نه وو چې ايمان ئې راوړے وے. مونږه داسې مجرمانو له بدله ورکوو. بيا مونږه د هغوئي نه پس تاسو په زمکه جانشين جوړ کړئ د پاره د دې چې مونږه اوګورو چې تاسو څنګه کار کوئ؟
يعنې اے اُمَّتِ مسلمه! مخکښې ډير اُمَّتونه تير شول، هغوئي ته رسولان اوليږلے شول، هغوئي ته ښه واضحه حکمونه بيان کړے شول خو هغوئي په خپلو ځانونو باندې ظلم اوکړو، نافرمانئ ئې اوکړې، مونږه هغوئي هلاک کړل، بيا تاسو په زمکه باندې خليفه جوړ کړے شوئ د پاره د دې چې اوګورو چې تاسو د هغه اُمَّتونو په شان عمل کوئ يا د الله پاک فرمانبرداري کوئ.
اللہ اَکبَر! دا دے د دې اُمَّت د آخري اُمَّت جوړولو يو حکمت...!! علمائے کرام فرمائي: په مخکښينو اُمَّتونو کښې به خلقو څنګه څنګه ګناهونه کول، څنګه به ئې دنيا له په آخرت باندې ترجيح ورکوله، څنګه څنګه سرکشئ به ئې کولې، څنګه الله پاک هغوئي