Book Name:Ummat e Muslima Akhri Ummat Kyon
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان په آخرہ كښې د سُنّت فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدار رِسالت ، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـى فَقَدْ اَحَبَّنِـى وَمَنْ اَحَبَّنِـى كَانَ مَعِـىَ فِـى الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.[1]
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د مِسواك كولو سُنَّتونه او آداب
دوه فرامِينِ مُصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : (1) دوه رکعته د مسواک کولو سره ادا کول د مِسواك نه بغير د 70 رکعتونو نه افضل دي.[2] (2) د مِسواک اِستعمال د ځان د پاره لازِم کړئ ځکه چې په دې کښې د خُلے صفائي (ده او دا د) الله پاك د رضا سبب دے.[3]
اے عاشِقانِ رسول! * حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هره شپه ډير ځله مسواك كولو، هر ځل د اُوده کيدلو په وخت هم او د بيداريدلو په وخت هم * بغير د ښه ښه نِيَّت نه مسواك كولو سره به طبعي فائدے حاصلے شي خو ثواب به نه ميلاويږي، مثلاً د اوداسه د پاره مسواك كول وي نو داسې درے نِيَّتونه اوكړئ: د رضائے اِلٰهي