Book Name:Ummat e Muslima Akhri Ummat Kyon
کښې څومره رکعتونه وي. آخر د رحمت دروازه پرانستے شوه او زما قسمت څه داسې روښانه شو چې د دعوتِ اسلامي سره تعلق لرونکي يو اسلامي ورور ما ته په مدني قافله کښې د سفر کولو دعوت راکړو، د دوست خبره مې غورځولے نه شوه او د دريو ورځو د مدني قافلې مسافر جوړ شوم. په مدني قافله کښې د عاشقانِ رسول د صحبت په برکت ما ته د ژوند مقصد معلوم شو، په خپلو ګناهونو اوشرميدم، زما د سترګو نه د غفلت پرده لرې شوه، د زړه حالت مې بدل شو، هم داسې ما د ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې مې ژوند تيرول شروع کړو.
دل کی کالک دُھلے مرضِ عصیاں ٹَلے آؤ سب چل پڑیں قافلےِ میں چلو
کر سفر آئیں گے، تو سُدھر جائیں گے اب نہ سستی کریں، قافلے میں چلو[1]
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د عاشقانِ
رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو
موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې دے:
Madani Qaidah (مدني قاعده). د دې ايپلي کيشن په ذريعه د مدني قاعدے لوستلو سره، د دې مشق کيدے شي او بنيادي تجويد زده کيدے شي. په خپل سمارټ فُون کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ! پخپله
ترې هم فائده حاصله کړئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد