Book Name:Surah Al Maun
اے عاشقانِ رَسُول! سُورَۀ ماعُون مکي (يعنې د هجرت نه مخکښې نازل شوؤ سورتونو کښې يو سورت) دے، په دې سورت کښې 1 رکوع او 7 آيتونه دي. د ماعُون معنٰی دہ د استعمال معمولي څيز او د دې سورت په آخري آيت کښې دا لفظ موجود دے په دې مناسبت سره دې ته سُورَۀ مَاعُون وئيلے شي. دا هم وئيلے شي چې دا سُورت نيم په مکه کښې د مکې د کافِرانو مثلاً ابو جهل، عاص بن وائِل وغيره په باره کښې نازل شو ولې د دې باقي نيمه حِصه د عبدُ الله بن ابي سلول منافِق په باره کښې په مدينه منوره کښې نازله شوه.[1]
د سُورۀ ماعُون يوه بنيادي نکته
علّامه بُقاعِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په سورۀ ماعُون کښې بنيادي طور د دې نکتې تشريح شوې ده چې د قيامت په ورځ د راپاڅيدو او د الله پاک په دربار کښې پيش کيدو نه انکار کول اَبُو الْخَبَائِث (يعنې د ګناهونو جرړه) ده. د دې انکار په وجه انسان د بدو اخلاقو او خراب کردار عادي شي.[2]
د قيامت د ورځې دا انکار انسان ظالِم جوړوي، څوک چې د قيامت نه انکار کوي، د هغه دننه انسانيت ختميږي، هغه د انسان په شکل کښې ځناور جوړ شي او په يتيمانانو، مسکينانو او بے وسه خلقو ظلمونه کوي او دوئي له ديکې ورکوي، دغه د قيامت انکار انسان رياکار جوړوي، دغه د قيامت انکار بنده د خپل رَبِّ کريم نافرمانه