Book Name:Surah Al Maun
چې کله هم د يو يتيم ماشوم په سر باندې لاس راښکل وي نو د سر د شا نه لاس راښکاږئ او مخې طرف ته راځئ لکه څنګه چې په حديثِ پاک کښې دي: چې ماشوم هلک يتيم وي نو د هغه په سر باندې په لاس راښکلو کښې [د څَټ نه] مخې پورې [لاس] راښکاږئ او چې کله د هغه پلار وي (چې ماشوم يتيم نه وي) نو په راښکلو کښې لاس څَټ طرف ته بوځئ.[1]
يو روژه ماتے د يتيم او مسکين سره
که چرې څوک خپلوان نه وي، بيا هم د چا يتيم او مسکين په روژه ماتي کولو کښې څه باک دے بلکه په يو يتيم او مسکين باندې په روژه ماتي کولو کښې د زيات ثواب ميلاويدو اُمِّيد دے. د صحابي ابن صحابي حضرت عبدُ الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عادت مبارک وو چې هغوئي به روژه ماتے د مسکينانو سره کولو.[2]
سُبْحٰنَ اللّٰہ! چې مونږه هم نِيَّت اوکړو چې زيات نه وي نو کم نه کم يو روژه ماتے خو د چا غريب سره اوکړو، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د هغه زړه ته به سکون اورسي، چې د هغه د زړه نه دعاګانے اوځي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! زمونږه بيړه به پار شي.
ہو مرا کام غریبوں کی حمایت کرنا دردمندوں سے، ضعیفوں سے محبت کرنا
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په سُورَۀ ماعُون کښې د قيامت نه د انکار کوونکو