Surah Al Maun

Book Name:Surah Al Maun

او پوزو بلکه د قبرونو نه به لوګے خيژي د کومې نه چې به هغوئي پيژندلے شي چې دوئي د يتيمانانو مالونه په ناحقه خوړونکي دي.[1]

الله پاک دې مونږ له د يتيمانانو بلکه د ټولو مسلمانانو د حقونو پوره پوره ادا کولو توفيق راکړي. راځئ! د يتيمانانو ماشومانو سره د نيکئ په کولو باندې 3 احاديث اورو:

د يتيم او د مسکين د پالنې فضيلتونه

     (1) د الله پاک خوږ نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په مسلمانانو کښې بهترين کور هغه کور دے په کوم کښې چې يتيم وي او د هغه سره ښه سلوک کيږي او په مسلمانانو کښې بد ترين کور هغه دے په کوم کښې چې يتيم وي او د هغه سره بد سلوک کيږي.[2]

     (2) حُضورِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: مسکينان خلق به د مالدارانو نه 40 کاله مخکښې جنّت ته ځي، اے عائشه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ! مسکين خالي [لاسونه] مه ليږه اګر چې د کجورې يوه ټکړه وي هغه له ئې ورکړه. اے عائشه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ! د مسکينانو سره محبت کوه، دوئي [ځان ته] نزدې ساته د پاره د دې چې الله پاک د قيامت په ورځ تا [ځان ته] نزدې اوساتي.[3]

     (3) د الله پاک خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کوم کَس چې د يتيم په سر باندې صرف د الله پاک د رضا د پاره لاس راښکاږي نو په څومره ويښتو باندې چې د هغه لاس تير شوے وي د هر ويښته په بدل کښې د هغه د پاره نيکئ دي او کوم


 

 



[1]... تفسیر نورُ العرفان، پارہ:4 ، سورۂ نساء، زیرِ آیت:10 ، صفحہ:95.

[2]... ابنِ ماجہ، کتاب الادب، باب حق الیتیم، صفحہ:593 ، حدیث:3679.

[3]... ترمذی، کتاب الزہد، باب ما جاء ان فقراء المہاجرین… الخ، صفحہ:562 ، حدیث: 2352.