Book Name:Surah Al Maun
عيبونه ذِکر شوي دي: (1) بخل يعنې کنجوسي (2) په لمُونځونو کښې سستي او بے پرواهي (3) رياکاري او (4) د نورو خير خواهي نه کول.
کافِر کوم چې د دِين، د مرګ نه پس راپاڅيدو او د قيامت قائميدو نه انکار کوي، د هغوئي وړومبے عيب بخل يعنې کنجوسي ده. الله پاک فرمائي:
یَدُعُّ الۡیَتِیۡمَ ۙ(۲) وَ لَا یَحُضُّ عَلٰی طَعَامِ الۡمِسۡکِیۡنِ ؕ(۳) (پارہ:30 ، سورۂ ماعون2..-3)
مفهوم ترجَمۀ کنزُ الايمان: يتيم ته ديکې ورکوي او مسکين ته د طعام ورکولو ترغيب نه ورکوي.
يعنې د دين نه د انکار کوونکي کَس اخلاقي حال دا دے چې هغه يتيم له ديکې ورکوي او هغه خپل کور والؤ او نورو مالدارانو له د دې خبرې ترغيب نه ورکوي چې هغوئي مسکين له طعام ورکړي. [1]
اَللهُ اکبر! دا د کنجوسئ څومره خرابه درجه ده...!! که څوک هر څومره کنجوس ولې نه وي، د ژړيدونکي، يتيم او بے وسه ليدلو سره خو د انسان زړه سوزي، که زياته نه وي نو د يو يا نيم وخت طعام خو په هغه خوړے شي خو دا د قيامت نه انکار کوونکے تر کوم حده پورې خراب دے چې دا يتيمانان، بے وسو له ديکې ورکوي، لکه څنګه چې مونږه د ابو جهل واقعه واوريدله، هغه د يو يتيم د پالنې ذمه واري واخستله، بيا په ځائے