Book Name:Surah Al Maun
څه ولې کيږي؟ د آخرت نه د ويريدو د کمي په وجه * په هر کور کښې جنګ جګړې ولې دي؟ د آخرت نه د ويريدو د کمي په وجه * په ناپ تول کښې کمے ولې کيږي؟ د آخرت نه د ويريدو د کمي په وجه، غرض: د ګناهونو چې څومره هم لوئے فهرست جوړ کړے شي، د هغه ټولو ګناهونو په اسبابو کښې چې به درته کوم بنيادي څيز ميلاؤ شي هغه به د آخرت نه د ويريدو د کمي وجه وي.
يقين اوکړئ! که چرې زمونږه په قبر و حشر او د الله پاک په بارګاه کښې د پيشئ حقيقي ويره نصيب شي نو زمونږه معاشره به واقعي چې مثالي معاشره جوړه شي، زمونږ د معاشرې نه به ټولې بدئ ختمې شي د ګناهونو اډے به ورانې شي او ټوله معاشره به په دُنيا کښې د جنّت تَصَوُّر جوړ شي.
الله پاک دې زمونږه حقيقي ويره نصيب کړي. الله پاک دې مونږ له د حقيقي، باکرداره او با اخلاقه مسلمان جوړيدو توفيق راکړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
تِرے خوف سے، تیرے ڈر سے ہمیشہ میں تھرتھر رہوں کانپتا یااِلٰہی!
مِرے اَشْک بہتے رہیں کاش ہر دَم ترے خوف سے یاخُدا یااِلٰہی![1]
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د سُورَۀ ماعُون 4 مرکزي مضامين
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په سُورَۀ ماعُون کښې بنيادي طور د کُفارو او منافقانو 4