Surah Al Maun

Book Name:Surah Al Maun

دويم عيب دا بيان شو چې هغوئي لمُونځ له اهميت نه ورکوي، په لمُونځونو کښې سُستي او بے پرواهي کوي، ارشاد کيږي:

الَّذِیۡنَ ہُمۡ عَنۡ صَلَاتِہِمۡ سَاہُوۡنَ ۙ(۵)  (پارہ:30 ، سورۂ ماعون:5)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ الايمان:  کوم چې د خپل لمَانځه نه غافل دي.

په تفسيرِ صراطُ الجنان کښې دي: د دې نه مُراد منافقان دي چې کله هغوئي ځانله شي نو لمُونځ نه کوي ځکه چې هغوئي د دې د فرض کيدو يقين نه لري او کله چې هغوئي د خلقو سره وي نو لمُونځ ګزاره جوړيږي، خپل ځان لمُونځ ګزاره ظاهروي او هغوئي ته د ښودلو د پاره کښيني پاڅي او په حقيقت کښې دا خلق د لمُونځ نه غافله دي.[1]

د لمُونځ نه د غفلت يو څو صورتونه

د لمُونځ نه د غفلت يو څو صورتونه، مثلاً: * لمُونځ په پابندئ سره نه کول * په صحيح وخت نه کول * فرائض او واجبات په صحيح طريقے سره نه ادا کول * د شرعي عذر نه بغير د جَمعے سره نه کول * د لمُونځ پرواه نه کول * په تنهائې [يعني يواځې ځائے]کښې قضا کول او د خلقو په مخکښې کول وغيره.

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! که چرې مونږه غور اوکړو نو دا صورتونه هم اوس زمونږ په معاشره کښې ډير موندلے کيږي، لمُونځونه قضا کوي، د لمُونځونو فرائض او واجبات په صحيح طريقے سره ادا کول خو غټه خبره ده، ګڼ شمير مسلمانان داسې دي کومو ته چې د لمُونځ فرائض او واجبات هم پوره نه وي معلوم، څومره داسې دي کوم چې د لمُونځ هډو پرواه نه کوي، چې کله ئې زړه اوغواړي اوئې کړي، کله ئې نه کوي، څوک


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان ، پارہ:30 ، سورۂ ماعون، زیرِ آیت:5 ، جلد:10 ، صفحہ:840.