Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati

ده، حضرت زيد بن اَرقم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: يوه ورځ مونږ د حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره وو، هغوئي د څکلو د پاره اوبه راوغوښتلې نو د هغوئي په خِدمت کښې په شاتو کښې ګَډې کړے شوې اوبه وړاندې کړے شوې، چې کله حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه شربت په لاسو کښې راواخِستو نو په هغوئي باندې ويره راغله او هغوئي سلګو اونيول او په زار زار ئې اوژړل۔

ډير وخت پس چې کله د هغوئي حالت لږ ښه شو نو مونږه عرض اوکړو: اے خليفۀ رسول! په کومه خبره تاسو اوژړل؟ په دې باندې حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: يوه ورځ زه د رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ووم، ما اوليدل چې خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو څيز رَټَلو حالانکه هلته هيڅ په نظر نه راتلل، ما عرض اوکړو يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو کوم څيز رَټئ؟ مالِکِ جنّت، صاحِبِ کوثَر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دنيا زما مخې ته راغله، ما هغې ته اووئيل: اِلَیْکَ عَنِّی يعني اے دُنيا! زما نه لرې شه۔۔۔!

حضرت ابو بکر صديق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نور اوفرمائيل: نن چې کله ماته د اوبو په ځائے شربت وړاندې کړے شو نو ماته د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه بے رغبتي راياده شوله او زما سره ويره شوه چې هسې نه چې زه د دنيا د راحتونو ښکار شم۔ ([1])

راځئ! د الله پاک په بارګاه کښې دُعا کوو:

حُبِّ دُنیا میں دِل پھنس گیا ہے                        نفسِ بدکار حاوِی ہوا ہے

ہائے شیطاں بھی پیچھے پڑا ہے                         یاخُدا! تجھ سے میری دُعا ہے

عشقِ احمد میں آنسو بہاؤں                              حُبِّ دُنیا سے خود کو بچاؤں

ایسی توفیق دے اِلتجا ہے                             یاخُدا!   تجھ   سے   میری   دُعا   ہے([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]...مسند بزار ، جلد:1، صفحہ:106، حدیث:44۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:134-138 ملتقطاً۔