Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati

آرام اوکړي، بيا په خپله مخه روان شي۔ ([1])

ہے چٹائی کا بچھونا، کبھی خاک ہی پہ سونا               کبھی ہاتھ کا سرہانا مدنی مدینے والے!

تری سادگی پہ لاکھوں، تری عاجزی پہ لاکھوں           ہوں سلامِ عاجزانہ مدنی مدینے والے!([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا حقيقت دے، مونږه ټول مسافر يو، دا دنيا لکه چې د يوې بيديا په مينځ کښې يوه وَنه ده، مسافر راځي، د لږ وخت د پاره حِساريږي او د آخرت په لور ځي۔ آيا يو مسافر په لاره کښې يو ځائے خوښوي؟ مونږه هم په ژوند کښې سفر کوو، چرته داسې شوي دي چې مونږه په سفر يو، په لاره کښې يو ښکلے ځائے راشي او هغه ځائے مونږ خوښ کړے وي چې بس اوس کور ته نه ځو، اوس ژوند دلته تيرول دي؟ يا په لاره کښې د خوراک وغيره د پاره په يو هوټل کښې ناست يو او هم هلته مو زړه لګيدلے وي؟ نه۔۔۔!! داسې نه کيږي۔ مسافر په سفر کښې ډير ښکلي ځيونه ويني، بعضې وخت په هوټلو وغيره کښې حِساريږي نو د کور په نسبت زيات سکون محسوسوي، د دې باوجود هغه هلته زړه نه لګوي، د هغه ځائے په نعمتونو کښې نه ورکيږي، زر کور ته واپس ځي۔ دا دنيا هم داسې ده، مونږه ټول مسافر يو، د څه مودې د پاره دلته حِسار يو، ډير زر به د آخِرت په سفر روانيږو۔

الله پاک دې مونږ ته د خوږ آقا، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وسيله باندې د دنيا بے رغبتي نصيب کړي! کاش! چې مونږه د آخِرت فِکر کوونکي جوړ شو۔

ہمارے دِل سے نکل جائے الفتِ دُنیا                دے دِل میں عشقِ مُحَمَّد مِرے رچا یارَبّ! ([3])

د سرو او سپينو زرو غرونه به راسره روان وو

د مسلمانانو خوږه مور جانه، حضرت عائشه صِدِّيقه طيبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يوه ورځ يوه انصاري زنانه زما خوا له راغله، کله چې هغې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ساده شان بستره مبارکه اوليدله


 

 



[1]...الزہد والرقائق امام ابن المبارک، باب فی التواضع و کراہیۃ الکبر، صفحہ:54، حدیث:195۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ: 426۔

[3]...وسائل بخشش، صفحہ:82۔