Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati

والا په کارونو کښې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په جلوؤ کښې، د سرو زرو د جنګلو مخې ته د ايمان او عافيت سره د دنيا نه رُخصت شو۔  اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

جاہ و جلال دو نہ ہی مال و مَنال دو                    سَوزِ بلال بس مِری جھولی میں ڈال دو

دُنیا کے سَارے غم مرے دل سے نکال دو          غم اپنا یاحبیب! برائے بِلال دو

بہتی رہے جو ہر گھڑی بس یاد میں شہا!                 وہ چَشمِ اَشْکبار پئے ذُوالجلال دو

دو دَرد سنّتوں کا پئے شاہِ کربلا                        اُمّت کے دِل سے لَذّتِ عصیاں نکال دو ([1])

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک عملونه

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دنيا او د دې د عيش او عِشرت نه د ځان خلاصولو، د زُهد او تقویٰ د نعمت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ! 12 ديني کارونه هم ښه په شوق سره کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او د آخِرت بے شميره خير به مو نصيب شي۔ د ذيلي حلقې په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار نيک اَعمَال رساله هم ده۔ دا وړه شان رساله د مکتبۃ المدینه نه طلب کړئ او که چرې اوغواړئ نو د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ (www.dawateislami.net) نه ئې ډاؤن لوډ کړئ بلکه که نوره آساني غواړئ نو په خپل موبائل کښې Naik Amal ايپلي کيشن انسټال کړئ، په دې کښې مختلف په نيکو عملونو مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي، د هر سوال نه لاندې 30 خانې دي، هره ورځ د خپلې خوښې يو وخت مقرر کړئ او د خپلو عملونو جائزه واخلئ، او د دې مطابق ژوند تير کړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې په برکت به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذهِن جوړ شي، د زړه پاکي به مو نصيب شي او کردار به مو روښانه روښانه، صفا ستهرا، ښکلے شي۔ راځئ! د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:


 

 



[1]...وسائل بخشش، صفحہ:305۔