Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati

نو د هغې زړه راډک شو، هغه فوراً لاړله او د مالوچو نه ډکه نرمه بستره ئې راوليږله، ما د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره هغه بستره اوغوړوله۔ چې کله سرکار، عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو نو پوښتنه ئې اوکړه: عائشه! دا څه دي؟ ما ټوله واقعه عرض کړه، په دې باندې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: عائشه! دا بستره هغې زنانه ته واپس کړه! په الله پاک مې دې قسم وي! که چرې ما اوغوښتل نو د سرو او سپينو زرو غرونه به زما سره روان وي۔ ([1])  

تری فرش پر حکومت تری عرش پر حکومت                    تُو شہنشہِ زمانہ مدنی مدینے والے!

ترا خُلق سب سے بالا ترا حُسْن سب سے اعلیٰ           فِدا تجھ پہ سب زمانہ مدنی مدینے والے!

ترا غم ہی چاہے عطّار، اسی میں رہے گرفتار                   غمِ مال سے بچانا مدنی مدینے والے!([2])

د دنيا د خزانو وړانديز (پيشکش)

حضرت خَيثمَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: الله پاک مالِک او مختار نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دا وړانديز اوکړو چې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! که چرې تاسو اوغواړئ نو مونږ به تاسو ته داسې خزانې عطا کړو کومې چې ستاسو نه مخکښې نه چاته ميلاؤ شوې دي، نه به ستاسو نه پس چاته ميلاؤ شي، په دې باندې نور دا چې د دنيا د دې خزانو په وجه به ستاسو د آخرت په انعامونو کښې هيڅ کمے هم نه راوستلے کيږي۔ عابِد او زاهِد نبي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عَرض اوکړو: اے الله پاکه! دا هر څه زما د پاره په آخِرت کښې جمع کړئ! ([3])  

بعطائے رَبِّ حاکِم تُو ہے رِزْق کا بھی قاسِم            ہے ترا سب آب و دانہ مدنی مدینے والے!

مَیں غریب بےسہارا، کہاں اور ہے گزارا             مجھے آپ ہی نبھانا مدنی مدینے والے!([4])

زُهد مزاجِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دنيا او د دنيا د مال او دولت زياتوالے يقيناً نقصان دے خو ياد ساتئ! دا


 

 



[1]...شُعب الایمان، باب فی حب النبی، فصل فی زہدہ، جلد:2، صفحہ:173، حدیث:1468۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:425-429ملتقطاً۔

[3]...مصنف ابن ابی شیبہ، کتاب الفضائل، باب اعطی اللہ تعالیٰ محمد، جلد:7، صفحہ:444، حدیث:162۔

[4]...وسائل بخشش، صفحہ:426۔