Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati

د نعلين شريف دوه جوړې به چرې نه وې (بلکه په يو وخت کښې به يوه يوه جوړه وه)۔ سيده عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نور فرمائي چې: هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم په کور کښې هسې نه وو ناست، څنګه چې به ورته لږ وخت هم ميلاؤ شو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پيزار ګَنډَلو د پاره د دې چې څوک غريب ئې واچوي يا به ئې جامې پيوند کولې د پاره د دې چې د چا غريب په کار راشي۔ ([1])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا د الله پاک د هغه محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک حال دے، چا له چې د دواړو جهانونو د خزانو چابيانې ورکړے شوې۔ زمونږه د آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غريبي اختياري وه۔ ګنې نو په الله پاک مې دې قسم وي! چاته چې څه هم ميلاويږي هغه د مديني د سرکار، د زړونو د قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په برکت ميلاويږي او د کائنات هر څيز ته د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نور فيض رسي۔

مالکِ کونین ہیں گو پاس کچھ رکھتے نہیں                دو جہاں کی نعمتیں ہیں ان کے خالی ہاتھ میں

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د يو صاحبِ نظر حکايت

يو وليُّ الله د ډوډئ يوه قطره د خوراک د پاره راواخستله بيا ئې په دې کښې د روحانيت په نظر غور اوکړو نو په هغه قطره کښې ئې د نور يو تار اوليدو بيا ئې چې د هغه نور د تار په ذريعه بره نظر اوکړو نو اوليدل چې هغه د نور تار د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نور د يوې شغلې سره تړلے دے۔ په شروع کښې يوه شغله په نظر راغله۔ بيا په غور کولو ورته معلومه شوه چې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نور شغلې د دنيا هر نعمت ته رسي۔ ([2])    

کیا نورِ اَحمدی کا چمن میں ظُہُور ہے                     ہر گُل میں ہر شَجَر میں مُحَمَّد  کا نُور ہے

په 2 ورځو کښې يو ځل د خوراک خوښولو اظهار

زمونږه د خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لوږه مبارکه اختياري وه، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: زما رَبّ ماته دا وړاندې کړل چې زما د پاره د مکې مُکرَّمې غرونه د سرو زرو کړي، خو ما عرض اوکړو، يا الله پاکه! زما خو دا خوښه ده چې که چرې زه يوه ورځ اوخورم، نو په دويمه ورځ


 

 



[1]...تاریخ دمشق  ابن عساکر، جلد:4، صفحہ:101۔

[2]...فیضان سنت، پیٹ کا قفل مدینہ، صفحہ:648۔