Book Name:Aaqa Ki Dunyia Say Be Raghbati

کړے شوے چَرګ هم خوړلے دے خو کله نا کله۔([1])

3 ورځې پَس يوه نمړئ۔۔۔!!

د صحابئ رسول حضرت انس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې: يوه ورځ د رسول شهزادګئ، د جنّت د زنانوو سردارې سيده فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د ډوډئ يوه قطره واخستله او په بارګاهِ رسالت کښې حاضره شوله۔ خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مدني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه اوکړه: لورې! دا څه دي؟ عرض ئې اوکړو: د ډوډئ يوه قطره ده، ما غوښتل چې اوَّل ئې تاسو ته وړاندې کړم، (خوږ آقا، د مکې مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې نه لږه اوخوړله، بيا ئې اوفرمائيل:) لورې! 3 ورځې پس دا وړومبئ نمړئ ده کومه چې ستاسو د والِد خُلې ته لاړله۔ ([2])

د لوږې په سبب ئې په ناسته لمونځ اوکړو

مشهور صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شوم، اومې کتل: چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ناسته (نفل) لمونځ ادا کوي۔ ما عرض اوکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آيا څه تکليف درته رسيدلے دے؟ اوئې فرمائيل: (نه، بلکه) د لوږې په وجه باندې په ناسته لمونځ کووم۔ حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې : د دواړو جهانونو د مالِک او مختار، رسولِ بے مثال صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دا خبره ما واوريدله نو زړه مې راډک شو، زما د سترګو نه اوښکې روانې شوې۔ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ابو هريره! مه ژاړه۔۔۔!! بے شکه څوک چې په دُنيا کښې د ثواب په طمع باندې لوږه برداشت کړي، هغه به د قيامت په ورځ د سختې لوږې نه محفوظ وي۔ ([3])

د شپې خوراک به ئې د سحر د پاره نه کيښودو!

د ابنِ عساکر روايت دے چې مالِکِ جنّت، قاسِمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د سحر خوراک د شپې د پاره او د شپې خوراک د سحر د پاره نه بچ کولو او نه به ئې کيښودو، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره به چرې هم 2 څيزونه نه جمع کيدل (يعني د ضروري استعمال هر څيز به په يو وخت کښې يو وو مثلاً) 2 قميصونه، 2 څادرې،


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:7، صفحہ:63۔

[2]...شُعب الایمان،باب فی الزہد، جلد:7، صفحہ:315، حدیث:10430۔

[3]...شُعب الایمان،باب فی الزہد، جلد:7، صفحہ:314، حدیث:10425۔